انځوريز رپوټ: په هرات کې صنعتي کنفرانس او نندراتون پرانیستل شو
په هرات ولایت کي د کورنیو تولیداتو دوه ورځنی کنفرانس او نندارتون پرانيستل شو. چارواکي وايي د دغه نندارتون د جوړیدو موخه کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه او پانګونې ته د سوداګرو او صنعتکارانو هڅونه ده.
د هرات صنعتي کنفرانس او نندارتون پرانستل شوو
په هرات ولایت کي د کورنیو تولیداتو دوه ورځنی کنفرانس او نندارتون د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد فیضي غورياني، د هرات والي او په ولسي جرګه کې د دغه ولایت د استازو په شتون کې د شنبې په ورځ (د دسمبر ۱۹مه) پرانیستل شو.
تشويق او بازار موندنه
افغان چارواکي وايي چې په هرات کې د صنعتي کنفرانس او نندراتون څخه هدف، کورنيو توليداتو ته بازار موندنه او پانګونې ته د سوداګرو او صنعت کارانو هڅونه ده.
سوداګريز توکي
دا نندارتون چي د هرات ښار په زړه کي د آسمان په نوم تالار کي جوړ شوې پکې د هرات د صنعتي ښآرګوټي د تولیدي فابریکو د سوداګریزو توکیو ترڅنګ په دې ولایت کي د صنعتکاره میرمنو د لاسي صنایعو په برخه کي هم ډول ډول توکي نندارې ته وړاندي شوې.
لاسي صنايع
احمد هغه ځوان دی چې یوه اندازه ګران بیه غالۍ او نور توکي ېې په غرفه کي ننداري ته وړاندي کړي وايي، غوښتنه مو دا ده چي حکومت مو ملاتړ وکړي او د هیواد څخه بهر دارنګه نندارتونونه جوړ کړي چې موږ وکړاې شوو هلته افغانۍ صنایع چې د کیفیت له اړخه ډیر ښه دي نندرې ته وړاندي کړو تر څو نړیوال مشتریان پیدا کړو او سوداګري مو پراختیا ومومي.
باید د کورنیو تولیداتو مصرف ډير شي
یوشمیر صنعتکاران وايي، په ورستیو کلونو کي د ګاونډیو هیوادونو څخه هغه توکي هرات ته پریمانه واردیږې چې دلته تولیدیږې، په دې کار سره د یوې خوا بازار ته زیان رسیږې د بلې خوا رقابت نکیږې ځکه د افغانیو صنایعو کیفیت لوړ دی او ملاتړ لږ نو هیله دا ده چي هیوادوال او حکومت تر ډیره بریده پر کورنیو تولیداتو باور وکړي او په ورځني ژوند کي ترې ګټه واخلي.
کندهارۍ سرکې او آچار
په دې نندارتون کي داسې غرفي هم شته چي خام مواد یې هم د افغانستان د کرهنیزو توکیو څخه ترلاسه کیږې او یوشمیر میرمني دلته راټولې شوې چې د کندهارۍ سرکې څخه یې بیلابیل ډولونه ترشي جوړه کړي وايي، په خپل دې کار سره د یوې خوا د کورنیو کرهنیزو تولیداتو څخه ګټه اخلي د بلې خوا با کیفیته ترشي جوړوي ترڅو د ژمې په موسم کي کورنۍ ترې ګټه واخلي.
د لرګيو څخه ډول لوښي
د لرګیو څخه جوړ شوې یوشمیر ښکلې زینتي لاسي صنایع په دې نندارتون کي نندارې ته وړاندي شوې چې مسؤولین وايي خام مواد او لرګي یې د افغانستان د ختیزو ولایتونو څخه هرات ته راوړل کیږې او د لاس په هنر تري ښکلي وسایل جوړیږې بیا بازار ته وړاندي کیږې نو ځکه په دې کار سره د پیل تر پاېه ګټه افغانانو ته رسیږې.
د وړيو غرفه
له هغه ځایه چې افغانستان کې ډيری خلک د مالدارۍ په برخه کې مصروف دي، له دې لارې وړيو تولیدات هم په کې رايج دي. د مالونو وړۍ په لاسي صنایعو کې ډير کارول کيږي.
نندارتون کې زیورات هم شته
زیورات چي نن په ټوله نړۍ کي ترې ګټه اخیستل کیږې او دلته په افغانستان کي هم ډیرې میرمني نجوني دارنګه توکي کاروي دلته د هراتي میرمنو پر مټ داسې ښکلي تزئیني زیورات جوړ شوې چې په لیدو سره یې د لاس د هنر څرګ له ورایه ښکاري او اخیستونکي یې هم ښه ډیردي.
ماشومانو له پاره ځانکړې شیان
میرویس خادم هغه ځوان دی چې د مهد کودک په نوم د ماشومانو د جامو دري ځنځیري هټي په هرات کابل او بلخ کي لري د ده په خبره: پخوا به یې ډیر توکي له ګاونډیو هیوادونو څخه راوړل خو اوس نه یواځي په هرات بل په مزار شریف، کابل، کندهار او یوشمیر نورو ولایتونو کي ډیر لاسي توکي د میرمنو پرمټ تولیدیږې چې د کیفیت له اړخه ښه ډیر مشتریان لري.
ترکمنۍ لاسي صنايع
هرات چې د ترکمني غالیو، خولیو، لاس کښو او دسمتالونو په برخه کي شهرت لري دلته د هرات د (تورې غونډۍ) د ترکمن قوم د میرمنو پر مټ داسې توکي نندارې ته وړاندي شوې چې هم یې کار پوخ او هم د لیدونکو نظر ور اوړي نو ځکه خو ټینګار دا دی چې له هیواد څخه بهر هم باید د افغانیو صنایعو لپاره بازار موندنه وشي ځکه دا توکي ډیر بهرني مینوال لري.
د خلکو خوشالتیا او باور
هراتي ښاریان او د دې نندارتون لیدونکي وايي، خوښ دې چې ورځ تر بلې په کور دننه دارنګه ښکلي توکي جوړیږې او دا هیله مندي رامینځ ته کوي.
کورنيو تولیداتو ته دې پاملرنه وشي
د هرات ولایت يو شمیر ښځې وايي چې دغه ولایت داسې توکې له بهر څخه واریديږي چې هغه په خپله دغه ولایت کې هم تولیديږي. دوی وايي چې هیوادوال باید کورنيو تولیداتو باندې باورمند او مصرف يې ډير کړي.
هر ډول مواد
په نندارتون کې د خوراکي موادو تر څنګ نور سوداګريز مواد هم نندراې ته ایښودل شوي دي.
تر ټولو ډيره غوښتنه
افغان صنعت کارانو تر ډيره دا غواړي چې لاسي صنايعو او نورو توليداتو ته يې له هیواده بهر هم بازارونه پيدا شي.
۱۷۵ غرفې
د هرات په صنعتي کنفرانس او نندارتون له پاره ۱۷۵ غرفي فعاله شوي چې مختلف توکي په کې نندارې له پاره ايښودل شوي دي. دغه نندارتون چې لیدونکي يې افغانان دي، د دوو ورځو له پاره به خلاص وي.