1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا کيداې شي سړی له مغزي سکتي وروسته ورځني ژوند ته وګرځي؟

۱۴۰۱ فروردین ۲۸, یکشنبه

په نړۍ کي په ميلونو کسان د بيلا بيلو دلايلو له مخې مغزي سکته کوي. ډير انسانان نیورولوژي علايم نه پيژني او له همدې کبله هغه جدي نه ګڼي خو آيا وروسته له مغزي سکتي کيداي شي ورځني ژوند ته راوګرځي؟

https://p.dw.com/p/4A0rN
Österreich Übung mit Schlaganfallpatientin
انځور: HANS PUNZ/APA/picture alliance

يوازي په آلمان کي هر کال ۲۷۰ زره کسان مغزي سکته کوي. اندرنا زوس پنځه کاله دمخه په ۳۲ کلنۍ کي مغزي سکته وکړه او له هغه راهيسي يې له پايلو سره ژوند کوي. هغې په لومړي سر کي احساس کړی و چې د خپلو سترګو روښناي يې له لاسه ورکړې ده او دغه راز يې فکر کاوه چې شايد د ويني د سيستم په بې نظمۍ اخته شوې وي. کيداي شي دا هماغه حس وي چې د انسان په سترګو کي تياره يا په اصطلاح، «د انسان په سترګو توره شپه شي» او د يوي لنډي شيبې له پاره څه نه شی ليدلې.

اندرنازوس چې له دې مخکې يې د منډي مسابقې په سيالیو کي ګډون کړی او خپل لومړنې ماشوم يې زيږولی وو، له بدني پلوه ډېره سالمه وه، نو هيڅکله يې داسي ګومان نه کاوه چې کيداي شي مغزي سکته وکړي. کله چې هغه روغتون ته وليږدوله شوه، نه پوهيدله چې څه پرې شوي دي. هغه د خپلي مغزي سکتې شيبه رايادوي: «په هغه وخت کې په ريښتيا سره د مغزي سکتې په علایمو نه پوهيدلم.»

اندرنازوس په ۲۳ کلنۍ کې په اصطلاح د «ځوانۍ مغزي سکته» وکړه. دغه اصطلاح د هغه کسانو له پاره کارول کيږي چې عمرونه يې د ۱۸ نه تر ۴۰ کلونو او يا هم تر ۵۵ کلنۍ پوري وي او مغزي سکته کوي.

ارقام ښيې چې په دغه نورولوژيک اختلال د اخته کسانو شمیر د عمر په دغه ګروپونو کي مدام زياتيږي. د «مغزي سکتي نړيوال سازمان» په خبره دغه شمیر د ۱۵ څخه تر ۴۹ کلنۍ پورې په کال کي ۱۴ سلنه دی. د دغي څېړنې پايله چې په امريکا متحده ایالاتو کي په ۲۰۲۲م کال کي شوې، ښيې چې هغو ښځو چې مغزي سکته يې کړه ده، ۴۴ سلنه يې تر ۳۵ کلنۍ کښته سن کې وې.

د مغزي سکتي ډولونه

مغزي سکته په مغزو کي د ويني رسولو په برخه کي د اختلال يا بندښت له کبله رامنځ ته کيږي. يعني کله چې په مغزو کې په ويني رسولو کي اختلال يا بندښت رامنځ ته شي او ويني بهيدل ودريږي او د مغزو دغه برخه نوره نه شي کولای خپل طبعي کار ترسره کړي.

 مغزي سکته بيل ډولونه لري. هغه مغزي سکته چې په مغزو کي د ويني رسولو رګ بند شي او وينه پکي لخته شي ترومپوز او مغزو ته د اکسیجن نه رسیدلو ته ايسکميک وايې. دغه راز په مغزو کي د ويني تويدل کولی شي په مغزي سکته واوړي، چې دي ته بيا هموراژيک سکته وايې. په دغه ډول سکته کي په مغزو کي يو يا څو رګونه چوي او وينه بهر ته بهيږي چې په مغزو کي انساج تر فشارلاندي راولي. که څه هم په ټوليزه توګه ويل کيږي چې تر ښځو زيات نارينه مغزي سکته کوي، خو د مغزي سکتي د نړيوال سازمان د رپوټ له مخي په کال کې ډېري ښځي مغزي سکته کوي.

د مغري سکتي علايم

معمولاً له مغزي سکتي څخه تر مخه ګواښونکي علايم نه وي او يا يې علایم ډېر لږ وي. خو همدا چې مغزي سکته رامنځته شي، په ځينو حالاتو کې خپل علايم په څو ثانیو کي ښکاره کوي. دغه نخښې د مغزو په هغه برخي پوري تړاو لري چې سکته کوي. ضعف او کرختي او يا د مخ، مړوندونو، پښو فلج کيدل، چې په ډيرو حالاتو کي د بدن په يو اړخ کي رامنځ ته کيږي. د بدن تعادل له لاسه ورکول، په خبرو کې اختلال، په ډوډۍ خوراک کي مشکل، د سترګو روښناي تياره کيدل، په خاص ډول په يو اړخ کي سخته سردردي او په ناڅاپي ډول په لنډ او اوږد وخت کې حافظه له لاسه ورکول، سرګرځيدنه يا ګنګسیت او په ناڅاپې ډول پر ځمکه لويدل، پر خپلو بولو اختيار له لاسه ورکول، د يو مطلب په بيانولو کې د کلماتو موندلو ستونزي او د نورو په خبرو پوهيدلو کي مشکلات، په ځينو ظريفو حرکاتو کي ستونزي د مغزي سکتي له عمده علايمو څخه دي.

د مغزي سکتي پايلي: له صفر څخه بيا پيل

د اندرنا زوس له پاره مغزي سکتې څخه وروسته ژوند بیا پيل شو. د هغې په اند: «داسي يو وضعيت چې هر څه له سره باید پيل کړې.«

هغه مهال يې په خبرو کولو کي ستونزي له لومړنيو علايمو څخه وې. وروسته يې بیا پيل وکړ چې په يو وبلاګ کي خپلې تجربې له نورو سره شريکي کړي.هغې په دغه وبلاګ کي وليکل: «د هري ورځي او اونۍ په تيريدلو سره نوي شيان راښکاره کيدل، چې نور مې نه شول کولې ترسره يې کړم.» د هغي ژبه بنديدله او نه يې شول کولې کلمات په سم ډول تلفظ کړي او د ژبې قواعد يې هير کړي ول: «د بيلګې په توګه نور مي نه شوای کولی چې آلمارۍ څرنګه ولیکم.»

دغه راز هغې د تللو حس له لاسه ورکړی وو: «زه يو ځل په سوپرمارکيټ کي وم، يوازي غوښتل مي د ميوې اوبه وپيرم، خو په يو ځل مي وليدل چې نه پوهيږم، چيرته ځم او له کوم ځاي څخه راغلي يم.»

 برسیره پردې د بدن کيڼه خوا يې فلج شوې وه او خپله کيڼه پښه يې نه شوه کولي کنترول کړي. اندرنا زوس بايد ډېر څه له صفر څخه پيل او زده کړي واې. هغه وايې: «لور مي زده کړل چې مکعبونه يو پر بل کيږدي، ما په دقيق ډول په يو وخت کي ورسره زده کړل.»

هغه اوس هم په خبرو کولو کي ستونزې لري. پر خپلو پښو د بشپړ کنترول نه لرلو له کبله نور نه شي کولاي د تير په څير ورزش وکړي. بيا هم اندرنازوس ژوند ته په مثبت نظر ګوري، هغه څو کاله پخوا په پوهنځي کي شامله شوې وه او اوس همدا څو اونۍ تر مخه خپل تحصيلات پاي ته ورسول. هغه وايې:«تحصيل زما له پاره لکه درملنه وه.«

اندرنا زوس په ۲۳ کلنۍ کي په مغزي سکتی اخته شوه او له هغه مهال څخه تر اوسه پورې يې له پايلو سره ژوند کوي.

په کم عمر کي د مغزي سکتی لامل ناڅرګند دی

اندرنا زوس تر نن ورځي پوري د خپلي مغزي سکتي په دليل نه پوهيږی. هغه يوه پوهه ورزشکاره وه او سالم ژوند يې درلود او په منظم ډول يې د ماراتون په مسابقو کي ځغاسته کوله. په حقيقت کي د مغزي سکتې لاملونه نه شو کولای په دقيق ډول وټاکو. په ټوليزه توګه مغزي سکته داسي مهال په کسانو کي رامنځ ته کيږي چې اضافه وزن ولري، سګرت او يا زيات شراب څکي او يا د ويني لوړ فشار يا د شکري ناروغي ولري. دغه راز د مالګي او غوړ ډېر مصرف، لږ فيزيکی حرکت او په ټوليزه توګه نا سم غذايي رژيم د مغزي سکتې له لاملونو څخه ګڼل کيږي. په امريکا متحده ايالاتو کي په ۲۰۲۱م کال کي ترسره شوي علمي څېړني ښودلې ده چې په ښځو او نارينه وو کي چې د ميګرن سردردي له «آورا» سره چې يو عصبي حرکت دی، دوه نيم برابره زيات دی.

د يو خطر لامل چې په خاص ډول ښځو ته متوجه دی، د قلبي اریتم يا اختلال په ګډون او د ميندوارۍ ضد تابلیتونو له کبله دي. د راوينسبورګ د اعصابو او رواني طب په مرکز کي کارپوه هنس يواخیم وايې: «چې د ۳۰ سلنه مغزي سکتي ناروغانو لامل ناپيژندل شوي پاتې کيږي.«

د درملني ډول

وروسته له مغزي سکتي څخه ناروغ باید ژر روغتون ته وليږدول شي. په هره اندازه چې ناروغ ژر تر درملني لاندي راشي، په هماغه ډول د ژوندي پاتېدلو او عادي ورځني ژوند ته د بيرته راګرزيدلو چانس يې زيات وي. مغزي سکته په نړۍ کي د مړيني دريم ستر لامل شميرل کيږي. له مغزي سکتي څخه وروسته  لومړنۍ درملنه د ناروغ دقيقه څارنه او د تنفسي جهاز له پاره يې د پالني اقدامات دي. که د ويني په شریان کی لخته شوي وينه وليدل شي، باید د ويني نرۍ کيدلو خاص درملو څخه ګټه واخيستل شي. خو په هر حالت کي نه ښاي چې له دغه درملو څخه کار واخیستل شي، ځکه په مغزو کي د ويني د تويدلو خطر د زياتوالي سبب کيږي.

د فون بودينګن په خبره، د وروسته پالني له پاره تر ټولو مهم ټکې دا دی چې «ناروغان پوهیږي مغزي سکته څه شې ده، څه ډول او ولي درملنه شوي.» دا ډېره مهمه ده چې ناروغان پوه شي چې ولي د ویني فشار اندازه کول او د درملو منظم مصرف يې منطقی دی.

د عادتونو او د ژوند طريقي بدلون، لکه په خوراک کي د غوړو د مصرف د اندازي کمښت او د دخانياتو پريښودل کولی شی په راتلونکې کي د يوې بلي مغزي سکتې د رامنځته کېدلو خطر کم کړي. د يوې مغزي سکتې منځ ته راتللو وړاندوینه ډېره ستونزمنه ده او د لاملونو په رامنځ ته کيدونکي پورې تړاو لري. په معمول ډول يو په دريم د مغزي سکتې کسان بشپړي او په نسبې ډول خپله روغتیا تر لاسه کوي. يو په دریم نور بیا په دایمي ناتوانۍ اخته کيږي، هغه په هغه حال کې چې د مغزي سکتي څخه وروسته رامنځته شوي ستونزي په شپږو مياشتو کي درملنه نشي، نو د ستونزو دايمي پاتېدلو احتمال يې شته. کابو شل سلنه هغه کسان چې مغزي سکته کوي، د يوې مياشتي په موده کي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ورځني ژوند ته د بیرته راګرزیدلو لار

د مغزو اواعصابو کارپوه هنس يواخيم فون بودینګن په اند ځوان کسان وروسته له مغزي سکتي څخه ښه چانس لري،چې خپل ورځني ژوند ته راوګرزي: «ماغزه داسي خاصیت لري چې په هغې سره خپلې له لاسه ورکړي کړنې کولې شی تر يو حده او يا په بشپړ ډول بیرته تر لاسه کړي.»

نو ځکه د ځوانانو له پاره تر مغزي سکتې وروسته پالنه او څارنه ډېر ارزښتناکه ده. سره له دي اندرنا زوس او کورنۍ يې مجبوره ول چې له نویو شرايطو سره ځان سم کړي. هغه وايې: «ما د خپل ژوند د ملګري او مور زيات ملاتړ درلود. پرته له هغوی مي هيڅ کار نه شوای کولی.»