1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: ولسمشر شتاينماير پر خلکو د يووالي غږ کړی دی

۱۴۰۰ دی ۳, جمعه

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاينماير د کريسمس په وينا کې د کرونا په پانديمۍ کې د يووالي غږ کړی دی او دغه ناروغي يې د ټولنې له پاره يوه ستره ننګونه بللې ده.

https://p.dw.com/p/44nbU
Deutschland Bundespräsident Steinmeier Weihnachtsgrüße
انځور: Michael Sohn/AP Photo/picture alliance

«د کابو دوو کلونو راهيسې پانديمي زموږ ژوند تعيينوي، هم دلته او هم په ټوله نړۍ کې. په ندرت سره موږ داسې له نژدې تجربه کړي دي چې زموږ د انسانانو ژوند څومره تر ګواښ لاندې او راتلونکی مو څومره نه اټکلېدونکی دی.»
دغه خبره شتاينماير د جمعې په ورځ په خپله خپره شوې وينا کې کړې ده. له دې کبله دولت هم په ندرت سره له داسې يو چلنج سره مخامخ شوی وو چې د خپلو اتباعو ژوند او روغتيا بايد وژغوري. د آلمان ولسمشر ټينګار وکړ چې څېړونکي، ډاکتران، روغتياپالان او همداراز بامسئوله امنيتي ځواکونه او د ادارو کارکوونکي ټول سره هڅه کوي چې نوي معلومات تر لاسه او هغه اټکلونه بېرته اصلاح هم کړي چې غلط ثابت شوي وي. د هغه په خبره «انسانان اشتباه کولی شي، خو زدکړه ورڅخه هم کوي.»
فرانک والتر شتاينماير په خپله وينا کې خلک دې ته وهڅول چې خپلې اندېښنې او ويرې څرګندې کړي. خو په خبره يې مهمه دا ده چې څنګه يې ادا کوي. د هغه په وينا «له دوو کلونو وروسته اوس مايوسي زياتيږي، خلک پارېدلي، له ځانه پردي شوي او متاسفانه په ښکاره ډول قهرجن هم دي. صحيح ده چې په دموکراسۍ کې تل يو واحد نظر بايد ونه لرو. خو دې ته مو فکر وي چې موږ يو هېواد هم يو! موږ بايد له پانديمۍ وروسته هم يو بل ته په سترګو کې وکتلی شو.»
شتاينماير «زموږ په هېواد کې د ډېر ځله خاموش اکثريت» څخه مننه وکړه چې د مياشتو راهيسې په خپلو کړو وړو کې پاملرنه او بامسئوليته چلن کوي او درک کړې يې ده چې «اوس وخت يو بل ته تر هر بل وخت زياته اړتيا لرو.»
ولسمشر همداراز په خپله وينا کې ۲۰۲۱ کال ته يوه کتنه وکړه او په دوبي کې پېښ شوی د سيلابونو ناورين يې ياد کړ، د اقليمي بدلون ستونزه يې په ګوته کړه او له افغانستان څخه د آلماني ښځينه او نارينه سرتېرو راستنېدنه يې هم ياده کړه. هغه له سيلاب ځپلو سره د خلکو پيوستون او د رضاکارو مرسته کوونکو ډېرې هلې ځلې وستايلې. د آلمان د ولسمشر د کريسمس بشپړه اوږده وينا به د دسمبر په ۲۵مه په تلويزيون کې خپره شي.