1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د خوشحالي هورمونونو د ډېر تولید لاري

۱۴۰۱ مرداد ۱۵, شنبه

هورمونونه کیمیاوي توکي دي چې ستاسو په بدن کې د مختلفو غدو لخوا تولید کېږي. د وینې جریان له لارې حرکت کوي او د پیغام رسوونکي په توګه عمل کوي. یو له مهمو دندو څخه یې د مزاج یا طبیعت په برابرولو کې مرسته ده.

https://p.dw.com/p/4FCwG
Glückliche Menschen Glück Familie Symbolbild
انځور: drubig-photo - Fotolia

د هیلټ لاین روغتیايي نشریې د لیکني له مخې، ځینې هورمونونه د خوښۍ او خوند اخیستلو په ګډون د مثبت احساساتو په وده کې مرسته کوي. په دې هورمونونو کې ډوپامین، سیروتونین، اکسیټوسین او انډورفین شامل دي.

دلته دې ته کتنه شوې چې تاسو کولی شئ د مزاج یا طبیعت برابرولو لپاره د یادو توکو تولید ډېر کړئ.

له کور څخه ووځئ

که د سروتونین کچې د زیاتوالي غوښتونکي یاست، له کور څخه بهر وخت تېرول تر لمر وړانګو لاندې د دې کار لپاره غوره لاره ده. د څېړنو پر بنسټ، د لمر د الټرا وایلیټ (UV ) وړانګو سره مخ کېدل کولی شي د سیروټونین تولید ډېر کړي. یوازې پام وي چې د(UV) وړانګو سره مخ کېدل ستاسو د پوستوکي سرطان ګواښ هم زیاتوي نو پر دې اساس د لمر ضد کریم باید هېر نه شي.

سپورت ته وخت ورکړئ

ښایي له وړاندې د سپورت او د اندروفین ترمنځ د اړیکې په اړه یو څه پوه شئ. مګر سپورت نه یوازې پر اندورفین باندې اغیزه کوي. منظم فزیکي فعالیت کولی شي ستاسو د ډوپامین او سیرټونین کچه هم لوړه کړي. په ۲۰۱۷ کال کې د طب برخې زده کړیالانو باندې یوه وړوکې څېړنه وښوده چې ډله ایز تمرین د انفرادي تمرین په پرتله ډېرې کټې درلودې. خپل تمرین په ازاده فضا کې ترسره کړئ ترڅو د سروتونین ډېرول څو برابره زیات کړي. په یاد وساتئ چې ترسره شوې څېړنه په لوړ شدت تمرین د اندورفین په ډېره کچه ازادولو سره په اړیکه کې بولي.

له یو ملګري سره وخاندئ

کوم یو به دا لرغونی متل نه وي اورېدلی چې خندا درمل ده؟ البته، خندا د اوږدمهاله روغتیا ستونزو درملنه نه کوي. مګر دا کولی شي د اضطراب یا فشار احساس کمولو کې مرسته وکړي او د ډوپامین او انډورفین کچې په زیاتولو سره ضعیف مزاج ته وده ورکړي.

پخلی وکړئ

پخلی کولی شي ستاسو د خوښۍ ټول څلور هورمونونه پیاوړي کړي.هغه خوښي چې تاسو د خوندور خواړو له خوړلو څخه ترلاسه کوئ کولی شي د انډورفین سره د ډوپامین خوشې کیدو لامل شي. د هغه چا سره چې تاسو مینه لرئ د خوړو شریکول هم کولی شي د اکسي ټوسین کچه لوړه کړي. ځینې ​​​​خواړه کولی شي د هورمون پر کچه هم اغیزه وکړي؛ له همدې امله ، کله چې د خوښۍ هورمون زیاتولو لپاره خواړه پلان کړئ، لاندې  ټکو ته پاملرنه وکړئ:

مساله لرونکي یا ترخه خواړه کولی شي انډورفین ترشح کړي. مستې، لوبیا، هګۍ، غوښه، لږ غوړ لرونکې غوښه او بادام یوازې یو څو خواړه دي چې د ډوپامین ترشح کولو سره تړاو لري. په ټریپټوفان کې بډایه خواړه د سیروټونین کچې لوړیدو سره تړاو لري.

هغه خواړه چې پروبیوټیک لري لکه مستې، کیمچي او ګلپي کولی شي د دې هورمونونو په ترشح کې اغیزه ولري.

له مخکې تیار شوي تولیدي خواړه او د عقل د زوال ګواښ

په چین کې د څیړونکو لخوا د یوې نوې څیړنې پر اساس، په لوړه کچه پروسس شوي خواړه خوړل کیدای شي د پام وړ د عقل زوالتیا خطر زیات کړي.

د Consumer Heakthday راپور له مخې، په لوړه کچه پروسس شوي خواړه په بېساری توګه خواږه، غوړ او مالګه لرونکي دي، مګر کم پروټین او فایبر لري. ډول ډول نوشابې، پاکټي چپسونه او پاپړ، مالګینې او خوږې کلچې، آیس کریم، ساسیج، سور شوي چرګ، طعم لرونکي مستې، کیچپ، ماینیز کیچپ، پاکټي ډوډۍ، او طعم لرونکي حبوبات ټول د الټرا پروسس شوي یا له مخکې جوړ شوي خواړو مثالونه دي.

دا څیړنه ښیې چې د دغو خواړو د صحي بدیلونو سره ممکن د عقل زوال خطر 19 سلنه کم کړي.

البته، دا څیړنه دا نه ثابتوي چې د له مخکي پروسس شوي خواړو د عقل زوال خطر زیاتوي، داسې انګېرل کېږي چې یوازې د دواړو ترمنځ اړیکه شتون لري.

د دې مطالعې لپاره، په چین کې د تیانجن طبي پوهنتون څیړونکو د۷۲ زرو څخه له زیاتو خلکو معلومات راټول کړل چې د بریټانیا په Biobank ( په بریتانیا کې د خلکو د روغتیا یوه غټه اداره) کې ډیټابیس شوي. د عمر، جنس، د عقل د زوال کورنۍ نیټه، د زړه ناروغۍ او نور فکتورونه چې کولی شي د عقل زوال خطر اغیزمن کړي، څیړونکو وموندله چې له مخکې تیار یا پروسس شوي خواړو په ورځني مصرف کې د هر 10 سلنې زیاتوالي لپاره، خلک د عقل زوال له 25 سلنې خطر سره مخ دي.

څیړونکو دا اټکل هم کړی چې د خورا پروسس شوي یا لږ پروسس شوي او عادي خواړو لکه تازه میوې ، سبزیجات ، لوبیا ، شیدې او غوښه کولی شي د عقل زوال خطر (نه الزایمر) 19 سلنه کم کړي.

د څېړونکو په خبره د خواړو وړوکي او د کنټرول وړ بدلونونه ، لکه د غیر پروسس شوي یا لږ پروسس شوي خواړو اندازه په ورځ کې د 57 ګرامو په اندازه (شاوخوا نیمه مڼه، له جوارو جوړ د یو وخت لپاره خواړه یا د سبس لرونکو غلو یوه کاسه خواړه) چې په ورته وخت کې له مخکې پروسس شویو خواړو کمښت ښایي د عقل ۳ سلنه کموالی خطر کموي.

دا موندنې د جولای په 27 مه په آنلاین بڼه د نیورولوژي په مجله کې خپرې شوې.

ډ.ف./م.ا./ا.ا.