په ۲۰۰۲م کال د اندونيزيا هیواد په بالي ټاپو کې څو سیاحتي مرکزونه د پر له پسې بمي چاودنو هدف وګرځیدل چې په نتیجه کې يې ۲۰۲ تنه ووژل او په لسونو نور ټپان شوي ول.
د ګوانتانامو زندان په کيوبا کې په يوې امریکايي اډه کې واقع دی. په دغه زندان کې يو شمیر طالب بندیان چې په۲۰۰۱م کال پر افغانستان د امريکا تر پوځي حملې وروسته نيول شوي ول، ساتل شوي دي. اوس د امريکا پوځ د دغه زندان د درو بنديانو د محکمې له پیلولو څخه خبر ورکړی دی.
پر دوی تور دی چې د ماليزيا د بالي ټاپو د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو په خونړیو بمي چاودونو کې ښکیل دي.
د امريکا دفاع وزرات يا پنټاګون د پنجشنبې په ورځ (د جنوري ۲۱مه) په يوه اعلاميه کې وويل چې دغه افراد د «سازش، قتل، قتل ته اقدام، عمدي جسمي زیان رسولو، ترهګرۍ، پر ملکیانو د حملې، پر عامه ځایونو د حملې، د تاسیساتو پر ويجاړولو او د جګړې اړوند قوانینو څخه د سرغړونې« تورونه لګيدلي دي.
د بالي د ۲۰۰۲م کال چاودنې د دغه ټاپو په څو سياحتي مرکزونو يا سيمو کې شوې وې او د ۲۰۲ تنه وژل شوو کسانو له ډلې څخه هم ډيری يې بهرني سيلانیان ول. تر دغو چاودنو يو کال وروسته، په جکاراتا کې پر ډبليو ميرئيت هوټل هم حمله وشوه چې ۱۲ کسان په کې ووژل شول.
د جورج ډبليو بش حکومت پر وخت په ګوانتانامو زندان کې ۷۸۰ تنه بندیان ول، د اوباما په حکومت کې يې شمیر ۴۰ ته راښکته شو
کوم درې کسان چې اوس يې امريکايي چارواکو د پوځي محکمې د پيلولو خبره کړې، دوی په ۲۰۰۳م کال په ټایلند کې نيول شوي ول. دغه کسان ۱۴ کاله کیږي چې د ګوانټانامو په زندان کې بندیان دي.
انسيپ نور زمان، چې په جنبلي نوم هم شهرت لري، ظاهرا د القاعده ډلې پورې وابسته د جماعت اسلامي ډلې مشر دی.
دوه نور کسان مالیزيايي محمد نظير بن ليپ او محمد فریق بن امين د جنبلي نژدې ملګري پيژندل شوي دي. د دوی په اړه ويل شوي چې د حملو په سازمان ورکولو او په حملو کې يې په همکارۍ کولو تورن دي.
خو دا لا تر اوسه روښانه نه ده چې دغه درې کسان په څه دلیل ۱۴ کاله په توقیف کې ساتل شوي او اوس ايله اوس پرې د مقدمي پيلولو فیصله کيږي.
تر اوسه په دې اړوند داسې ويل شوي چې د پوځ تر کنترول لاندې په دغه زندان کې ډيری پوځي اقدامات، د قانوني او حقوقي ستونزو له کبله له ځنډ سره مخ شوي دي.
د امريکا پخواني ولسمشر، جورج ډبليو بش، کله چې د «تروريزم پر ضد جګړه» پیل کړه، هغه مهال په ګوانتانامو زندان کې ۷۸۰ تنه بندیان ول. خو د بارک اوباما د حکومت په دوره کې چې هغه وخت جو بایدن د هغه مرستيال وو، د دغو بندیانو شمیر ۴۰ ته راښکته شو.
دویچه وله ا/م.ک.ص./ا.ا.
زموږ له آرشيف څخه د زندانونو پر موضوع يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!
-
«له بدمعاشانو ډک» دوږخ ته ورته د اېل سلوادور زندانونه
د لاتين امريکايي هيوادونو زندانونه د نړۍ په تر ټولو ډکو او خطرناکو زندانونو څخه شمېرل کيږي. له دغو هيوادونو څخه د ايل سلوادور هيواد زندانونه زښت ډک دي او پکښي تر اندازې زيات انسانان زنداني دي.
-
«له بدمعاشانو ډک» دوږخ ته ورته د اېل سلوادور زندانونه
ايل سلوادور هيواد د څو لسيزو راهيسي د مجرمو ډلو د جګړو سره مخامخ دی. په دغه کي هيواد کي بيلي وسله والې مجرمي ډلې د مخدره توکو د بازار پر سر يو د بل سره نښتي کوي. دولتي زندانونه له دغو مجريمينو ډک دي.
-
«له بدمعاشانو ډک» دوږخ ته ورته د اېل سلوادور زندانونه
ايل سلوادور د مساحت له مخي د منځنۍ امريکا تر ټولو کوچنی خو زيات نفوس لرونکی هيواد دی. د اوسېدونکو انسانانو د شمېر له مخي د نړۍ تر نورو ټولو هيوادونو زيات قتلونه کيږي.
-
«له بدمعاشانو ډک» دوږخ ته ورته د اېل سلوادور زندانونه
په داسي حال کي چي په ۲۰۱۵ کال په اېل سلوادور هيواد کي هره ورځ اوسطا ۱۸ قتلونه کېدل په ۲۰۱۹ کال دغه شمېر ۳،۶ ته راټيټ سوی وو. د روان ۲۰۲۰ کال د مارچ مياشتي د شمېرو له مخي په دغه هيواد کي د روزانه قتلونو اوسط شمیر و ۲،۱ ته راټيټ سوی دی.
-
«له بدمعاشانو ډک» دوږخ ته ورته د اېل سلوادور زندانونه
د اېل سلوادو ولسمشر نيب بوکيلې د ۲۰۱۹ کال په جون مياشته کي خپله چوکۍ اشغال کړه. د هغه په وينا په دغه هيواد کي په قتلونو کي کمښت راتلل د هغه د حکومت مهمه لاس ته راوړنه ده. نوموړي د وسله والو ډلو پر ضد د «صفر زغم» پاليسي معرفي کړه.
-
«له بدمعاشانو ډک» دوږخ ته ورته د اېل سلوادور زندانونه
د «صفر زغم» پاليسۍ له مخي په زندانونو کي د زنداني مجرمو ډلو غړو ته اجازه نه ورکول کيږي چي د چا سره ملاقات وکړي. هغوی ته د موبايل تليفون د کارولو اجازه نسته او شپه او ورځ او ټوله اونۍ په بندو کوټو کي ساتل کيږي.
-
«له بدمعاشانو ډک» دوږخ ته ورته د اېل سلوادور زندانونه
که په زندان کي امن و امان او آرامي وي، نو بيا زندانيان په استثنايي توګه د ملاقات او پايوازانو سره د ليدني اجازه ترلاسه کوی. حکومت د دې تر څنګ اوس په يوه زندان کي د بيلو مجرمو ډلو د غړو ساتل پېل کړي دي.
-
«له بدمعاشانو ډک» دوږخ ته ورته د اېل سلوادور زندانونه
د اېل سالوادور د چارواکو په وينا په دغه هيواد کي د قتلونو امرونه تر ۸۰ سلنې په زندانونو کي د بندي مجرمانو له خوا جاري کيږي. بيري سته چي که دغه زندانيان آزاد سي نو به د قتلونو شمېر بېرته زيات سي.
-
«له بدمعاشانو ډک» دوږخ ته ورته د اېل سلوادور زندانونه
د دغو زندانيانو په ساتنه مؤظف ټول امنيتي چارواکي مجبور دي چي خپل مخونه پټ وساتي ځکه په دې توګه هغوی د بنديانو د ممکنه غچ اخيستنې ځان ساتل غواړي. په تيرو وختونو کي د مجرمو ډلو له خوا د پوليسو څخه د غچ اخيستنې په توګه د هغوی پر کورنيو بريدونه سوي دي.
-
«له بدمعاشانو ډک» دوږخ ته ورته د اېل سلوادور زندانونه
د اېل سلوادور په زندانونو کي په اصل کي د ۱۸۰۵۱ قيديانو د ساتلو ځای سته. خو دمګړی په دغو زندانونو کي تر ۳۸۰۰۰ څخه زيات زندانيان بند دي.
-
«له بدمعاشانو ډک» دوږخ ته ورته د اېل سلوادور زندانونه
په دغو زندانونو کي د کرونا ويروس د خپرېدنې ګواښ زښت زيات دی. په تيرو وختونو کي د نامناسبه حالاتو، سختي ګرمۍ او مختلفو ناروغيو له کبله زيات بنديان مړه سوي دي.