1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونانی وزير: افغان مهاجر بېرته افغانستان ته لېږدول کيدلای سي

۱۳۹۹ آبان ۲۱, چهارشنبه

د مهاجرت له پاره د يونان وزير مهاجر نيوز ته وويل چي د «خوندي هيواد» په توگه ترکيې ته د مهاجرو پر زيات اخراج او د مهاجرو سره د مرستو پر کمولو غور کيږي.

https://p.dw.com/p/3l8OC
Griechenland Flüchtlingslager auf Lesbos
انځور: Behrouz Asadi

د مهاجرت د چارو له پاره د يونان وزير نوتيس ميتاراکيس ويلي چي د يونان حکومت په پام کي لري چي د پناه غوښتنو په تړاو نوی دريځ خپل کړي. د هغه په وينا ښايي د پناه غوښتنې په قانون کي داسي تعديل راوستل سي چي له مخي یې ترکيې ته د مهاجرو د اخراج امکانات زيات سي.

که يونان په رشتيا د ياد وزير د وينا سره سم په اړونده قانون کي تغير راولي نو دا به د ۱۲ مياشتو په جريان کي په دغه قانون کي دريم تعديل وي.

نوتيس ميتاراکيس د مهاجر نيوز/انفو مايګرنټس سره په مرکه کي وويل: «زيات شمير خلک د خوندي ترانزيتي هيوادونو له لاري تېر سوي او بيا يونان ته رسيدلي دي.» هغه زياته کړه: «موږ پر خپلو قوانينو له سره نظر کوو چي ايا موږ بايد هغو کسانو ته پناه ورکړو که نه، څوک چي له داسو هيوادونو راتېر سوي وي چيري چي دوی ډېر خوندي ول.»

د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ په ۲۰۱۶ کال د تړون د لاسليک کېدو وروسته يوناني چارواکي د سوريايي تابعيت لرونکو پناه غوښتنې «د نه داخل کولو وړ» بولي. استدلال يې دا وي چي دغه مهاجر له خپل هیواد څخه د راوتلو وروسته پر بل خوندي هيواد تېر سوي او يونان ته رسيدلي وي.

د پناه غوښتنې د ملاتړ اروپايي دفتر (EASO) همکاران هم وړانديز کوي چي د ټولو هيوادونو د هغو اتباعو د پناه غوښتنې دي نه منل کيږي چي د قبولۍ چانس يې تر ۲۵ سلني کم وي. خو د يونان چارواکو تر اوسه پوري دغه وړانديز پر سوريايي اتباعو عملي کړی دی.

پر اړونده موضوع زمونږ له ارشیف څخه انځوریز رپوټ: 

د ميتاراکيس د تازه څرګندونو څخه دا څرګنديږي چي يونان غواړي د پناه غوښتنې له پاره د (EASO) وړانديز به د سوريايانو تر څنګ له دې وروسته د نورو هيوادونو پر وګړو هم تطبيق کړل سي. دغه وزير وويل: «که يو څوک له ختيځ څخه راسي او بيا ترکيې ته ورسي نو په ترکيه کي تر ګواښ لاندي نه دی. هغه بايد بيا په يونان کي د پناه غوښتنه ونکړي.»

افغان مهاجر بېرته لېږدول کيدلای سي

د نوموړي يوناني وزير په وينا داسي هيوادونه سته لکه «افغانستان» چيري چي «يو شمير خوندي سيمي سته». د هغه په وينا «هلته حکومت سته، او خلک کولای سي چي خپل هيواد ته بېرته ستنېدل انتخاب کړي. حتمي نه ده چي هغه کلي ته بېرته ولاړ سي چيري چي دوی زېږېدلي وي بلکه کولای سي چي د هيواد بلي برخي ته ولاړ سي.»

د پروسې د وخت او د مرستو کمول

يوناني وزير ميتاراکيس مهاجر نيوز ته وويل چي د يونان حکومت په پام کي لري چي د پناه غوښتنو پروسه چټکه کړي او د اقامې پروسه رالنډه کړي.

ميتاراکيس وويل چي ياد اقدامات به د اروپايي اتحاديې دننه د ماليه ورکوونکو له پاره هغه مصارف راکم کړي چي د مهاجرت او پناه غوښتنې په ترڅ کي کيږي. هغه زياته کړه: «موږ هر کال د پناه غوښتنې د فيصلو شمير دوه چنده زيات کړی دی. موږ د پاته کېدونکو دوسيو شمير راکم کړی او کوښښ کوو چي په ۲۰۲۱ کال هيڅ پاته پخوانۍ غيرفيصله سوي دوسيې ونلرو. دا د دې معنی لري چي هغه کسان چي يونان ته راځي هغوی به د صرف څو مياشتو له پاره د اوسېدو امکانات او نورې مرستي ولري او نه د څو کالو له پاره.»

يوناني وزير وويل چي دا به د دې معنی ولري چي پناه غوښتونکي به و يونان ته د رسېدو سره سم په دوو مياشتو کي د پناه غوښتنې حتمي فيصله ولرلای سي او په دريمه مياشته به له دولت څخه هيڅ ډول مرستي نوري نه کړي ترلاسه.

منبع: انفو مانگرنتس: https://www.infomigrants.net/ps/post/28418