1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

«د یونان ساحلي ګارد مهاجر په تړلو لاسونو سمندر ته غورځولي»

۱۴۰۰ فروردین ۱, یکشنبه

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د یونان پر ساحلي ګارد تور لګولی دی چې مهاجر یې تر نیولو وروسته وهلي ټکولي او بیا یي ورته لاسونه تړلي او سمندر ته يې غورځولي دي.

https://p.dw.com/p/3qvUM
Symbolbild Türkei Flüchtlingsboot sinkt in der Ägäis
انځور: Türkische Küstenwache/dpa/picture alliance

په یوه ویډیو کې چې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سیولو خپره کړې ده، ګواکې یوه پناه غوښتونکي چې احتمالاً ژغورل شوی دی له دې پيښې څخه خبر ورکړی دی.

د هغه تر څرګندونو وروسته ۶ تنه نور پناه غوښتونکي د یونان خیوس ټاپو ته تر رسیدو دوه ورځې وروسته نیول شوي وو.

دغو پناه غوښتونکو په ماته ګوډه ترکي ژبه ویلي: «هغوې زمونږ ګرځنده تلیفونونه او پيسې واخیستلې او بیا یې ووهلو او په لغتو سره سمندر ته ورټیل وهلو.»

د یونان ساحلي ګارد دا خبر درواغ بللی دی. خو د ترکیې ساحلي ګارد ویلي دي چې هغوی درې تنه مهاجر له سمندر څخه ژغورلي دي، درې جسدونه یي له اوبو را ایستلي دي او په یوه بل کس پسې لټون روان دی.

د یونان ساحلي ګارد د جمعې په شپه په یوه اعلامیه کې لیکلي دي چې دا خبر حقیقت نه لري او دا ډول کومه پيښه نه ده رامنځته شوې. زیاته شوې چې دغه تورونه «د ترکیې د لوري د هغو دایمي هڅو یوه برخه ده، چې د دغو ناسمو معلوماتو او غلطو خبرونو له کمپاین سره غواړي د یونان شهرت ته زیان ورسوي.»

دغه څرګندونې تر اوسه پورې د خپلواکو خبري آژانسونو له لورې نه دي تائید شوي.

د بهرني سیاست په برخه کې د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند ویاندې میرمن ایوا ارنست دزیدچیک، په دې برخه کې د وضاحت رامنځته کیدو غوښتنه کړې ده او ویلي یي دي چې دا خبر ډیر زیات ټکان ورکوونکی دی.

نوموړې زیاته کړې ده چې په هر صورت باید دغه تورونه جدي ونیول شي او بې له ځنډه نه یوازې د یونان له خوا، بلکې د اروپا له لورې هم تر ارزونې لاندې ونیول شي.

دغې آلمانۍ سیاستوالې ټینګار وکړ: «که ثابت شي چې دا خبر حقیقت لري، باید عاملين یي د قانون مطابق په شدید ډول سره مجازات شي.»

د بشري حقونو سازمانونه په پرله پسې ډول پر اتن نیوکه کوي چې دوی هغه مهاجر کوم چې غواړي له ترکیې څخه یونان ته ورشي، په غیر قانوني ډول او قسماً له تاوتریخوالي سره بیرته ستنوي. خو یونان دغه تورونه ردوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص