1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سونو پناه غوښتونکي له ليسبوس څخه يونان ته انتقالیږې

۱۳۹۹ مهر ۷, دوشنبه

د یونان د رسمي رسنیو د رپوټ له مخې نن دوشنبه ۷۰۰ قبول شوی پناه غوښتونکي له لیسبوس ټاپو څخه د دغه هيواد وچو سیمو ته انتقاليږې. په احتمالي توګه به ډير ژر ۲۳۰۰ محافظت لرونکي مهاجر هم د يونان وچو سیمو ته وليږدول شي.

https://p.dw.com/p/3j7RH
Griechenland | Flüchtlinge am Hafen von Elefsina nahe Athen
انځور: Reuters/C. Baltas

د يونان په  ليسبوس ټاپو کي د موريا کمپ د بشپړه ويجاړيدو کابو شل ورځې وروسته نن دوشنبه (د سبتمبر ۲۸ نیټه) له ۷۰۰ څخه زیاتو پناه غوښتونکو د انتقال څخه خبر ورکړل شوې، چې دوي کولې شي له ليسبوس ټاپو څخه ووځي.

د یونان د دولتي تلويزيون «اي ار تي» د خبر له مخې په ډير احتمال سره دا هغه په رسميت پيژندل شوي کډوال دي چې په يونان کې د پناه غوښتنه منل شوې ده. په پام کې ده، چې هغوی د پيرئاس ښار ته وليږدول شي او بيا وروسته د دوشنبې په ماښام د «نيسوس خيوس» بيړۍ په واسطه د يونان وچې ته انتقال شي.

د يادې رسنۍ د رپوټ په مخې د دغه پناه غوښتونکو په هکله د جوړو شويو پروګرامو له مخې، په احتمالي توګه د راتلونکي اونۍ د پنجشنبې  او دوشنبې په ورځ به نور ۲۳۰۰ هغه پناه غوښتونکي چې د حفاظت حق لري د يونان وچي ته انتقال کړل شی.

زموږ له آرشيف څخه: