1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستیونان

یونان باید د چپه سوو کښتیو مهاجرو ته غرامت ورکړي

۱۴۰۱ تیر ۱۷, جمعه

د اروپا د بشري حقونو محکمې، یونان له دې کبله د جریمې په ورکولو محکوم کړ چي په ۲۰۱۴ کال کی یې د یوې کښتۍ د چپه کيدلو په پیښه کي د مهاجرو په ژغورلو کي کافي مرسته نه وه کړې.

https://p.dw.com/p/4DqQv
EuGH-Urteil zur Indexierung von Familienleistungen in Österreich
انځور: Arne Immanuel Bänsch/dpa/picture alliance

یونان د چپه سوي کښتۍ د مهاجرو سره له مرستي څخه د ډډه کولو له امله د اروپا د بشري حقونو د محکمې له خوا د ۳۳۰ زرو یورو په ورکولو محکوم سوی دی.

د دغي محکمې قاضیانو د شتراسبورگ په ښار کي د پنجشنبه په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای ۷مه نېټه) په دغه دعوا کي، ژغورل سوي مهاجر حق په جانب اعلان کړل. د نوموړو مهاجرو د لرگیو زړه کښتۍ د ۲۰۱۴ م کال د فبرورۍ پر ۱۰ مه د فارماکونیسي ټاپو ته نیژدې د یونان د ساحلي گارد په مخکي چپه سوه. په دغه پیښه کي ۱۱ تنه مهاجر ډوب سول.

د اروپا د بشري حقونو محکمه، د ژغورني تدابیرو او همدارنگه د یونان د قضایی دستگاه څرگندونو ته په پاملرنی سره، دې نتیجې ته ورسیده چي په دغه پیښه کي د پناه غوښتونکو د ژوند حق تر پښو لاندي سوی دی. محکمې زیاته کړه چي سربیره پردې د یونان چارواکو د دغي پیښي د ژغورل سوو کسانو سره توهین آمیزه چلند کړی دی. د مثال په ډول هغه ژغورل سوي کسان چی په دغه پیښه کی یې خپلوان له لاسه ورکړي وه، جزیرې ته له رسیدو سره سم مجبور کړای سول د ډیرو نندارچیانو په مخکی خپل کالي وباسي او لڅ لغړ سي.

د اروپا د بشري حقونو محکمې وویل چي د یوناني چارواکو په پلټنو کي د نارسایي په دلیل، نه سي کیدای  دا څرگنده سي چي  د دغي کښتۍ د ډوبیدو دلیل د یوناني ځواکونو له خوا په غیرقانوني ډول د هغوی پرشاتمبول وو. خو بیا هم نوموړي محکمې ویلي چي د یونان ساحلي گارډ پرته له شک او تردید څخه له غفلت څخه کار اخیستی او د ژغورلو له پاره هیڅ ډول تقویتي ځواک نه دی غوښتل سوی.

همدارنگه د محکمې د رپوټ له مخي ، یوناني ادارې پر دې نه دي توانیدلې چي توضیح ورکړي چي مرستندویه تدابیر ولي د پناه غوښتونکو د کښتۍ له ډوبیدو څخه وروسته  په ډیر ځنډ سره پیل سول.

له پناه غوښتونکو څخه د ملاتړ آلماني سازمان »پروازول« د اروپا د محکمې له دغه حکم څخه هرکلی کړی او څرگنده کړې ده چي اوس له دغي پیښي څخه ژوندي پاته سوي کسان او همدارنگه د اتو ډوب سوو کوچنیانو او اتو ښځو خپلوان یوه ناوخته عدالت ته لاس رسی پیدا کړی.

د پروازول د څرگندونو پر اساس دغه سازمان د نورو غیر دولتي بڼسټونو سره په گډه د کښتۍ د ډبیدو له پیښي څخه ژغورل سوو کسانو د اقامه دعوا څخه ملاتړ کړی دی.

آ./گ.پ./ا.ا.