رنګین تابوتونه؛ په ګانا کې د جنازې او تدفین عجیبه دود
په ګانا کې د مړو د خښولو له پاره له عجیبو تابوتونو استفاده کیږي. لوی سور رنګی کب، رنګین طاووس او نقاشي شوې الوتکه یې چې ملي بیرغ پرې رسم شوی یوازې يو څو نمونې دي. دا دودیز تابوتونه د مړو شويو د ژوند ماهيت ښکاره کوي.

د سور کب په ډیزاین تابوت
د ګانا خلک خپل مړي په خارق العاده طراحي شوو تابوتونو کې ږدي. دغو تابوتونو ته د سيمې ژبه «ایبو» وايي چې په تحت الفظي معنی مشهور «ضرب المثل» دی. دا کلتور په اصل کې په آکرا کې د «ګا» قومي ډلې دی چې نورو هم منلی او پکې رایج شوی دی.
تابوتونه د ژوند د داستان ښکارندويي کوي
کله چې یوه کورنۍ خپل یو غړی له لاسه ورکوي، هغوی راټوليږي او تصمیم نیسي چې څنګه د هغه د جنازې او تدفین مراسم ونیسي. ځینې د یو تابوت د رانیولو له پاره د نجارۍ دوکان ته ځي او ځینې بیا د خپل مړي د نوم او یادښت له پاره مشورې کوي. د بېلګې په توګه يو کب پلورنکی د کب په څېر تابوت کې دفن کيږي.
د ځای او منشا سیمبول
د زمري په بڼه تابوتونه یوازې د مشرانو او با نفوذه افرادو له پاره په نظر کې نیول کيږي، ځکه زمری د قدرت سمبول ګڼل کيږي. د ګانا جهوريت پلازمېنې آکرا ته څېرمه په لابادي کې سلطنتي کورنۍ بیا د چرګ په ډيزاین تابوت کاروي چې دا د دوی د کورنۍ پورې منحصر ډيزاین دی. د تابوتونو انتخاب په خپله خوښه نه دي بلکې د افرادو له هویت، کار او ټولنیز مقام سره تړلی دی.
د وخت او دقت اړتیا
د یو تابوت جوړول شاوخوا دوه اوونۍ وخت نیسي. بیې ېې له شاوخوا ۷۰۰ ډالرو شروع کيږي. کیفیت ېې د کارول شوي لرګي له نوعیت سره تړاو لري. اریک کپاکپو ادوتي د تزئيني تابوتونو په جوړولو کې تخصص لري. هغه اسوشتید پریس خبري آژانس ته وویل: «خلک د یوې شيبې له پاره حتی هېروي چې د تابوت په منځ کې څوک دی. د هغوی پام تابوت ته اوړي او دې سره فضا تغییر کوي.»
د جنازې په مراسمو کې شور او ګڼه ګوڼه
په ګانا کې د جنازې مراسم د خلکو په شور او ګڼې ګوڼې سره ترسره کیږي، په ځانګړې توګه چې تابوت ېې په ځانګړي ډيزاین وي. خلک تر ډېره د تابوت د نوعیت او د هغه د تخیلي ډیزاین تر اغیز لاندې راځي. په دا ډول مراسمو کې خفګان او ماتم پر شور او هلهلې اړوي.
مړي ته درناوی
خلک د مړي خښولو ته خپلو خپلوانو ته درناوي وړاندې کولو د وروستي فرصت په سترګه ګوري. دوی د مراسم د بهتره کولو له پاره له شته ټولو امکاناتو استفاده کوي چې پکې موسیقي، نڅا او نور دودیزو نمایشونو راځي. تابوت د مړي د کورنۍ له پاره يوازې يو ابدي ځای نه دی. دا هغه داستان دی چې د تابوت پر لرګي حک شوی او داسې یو متل چې بايد ولوستل شي.