1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

له اوکراين سره د ليوپارد ټانکونو مرسته

۱۴۰۱ بهمن ۵, چهارشنبه

د اوکراین د خارجه وزارت مرستیال میلنیک، دغه هیواد ته د لیوپارد جنگي ټانکونو استولو ته د یوه تاریخي اقدام په سترگه گوري. ولسمشر زیلنسکی لا په دې هکله له احتیاط څخه کار اخلي.

https://p.dw.com/p/4Mg3h
Deutschland Bundeswehr Kampfpanzer Leopard 2 A7V
انځور: Moritz Frankenberg/dpa/picture-alliance

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرې میلنیک، د جنگی لیوپارډ ټانکونو د استولو په هکله د آلمان پریکړه د یوه تاریخی گام په توگه وستایله.

میلنیک د آلمان خبري آژانس ته وویل: که په دې کار کی ځنډ هم راسي، بیا به هم پرته له کوم شک او تردید څخه د جگړې په ډگر کي د اوکراین له پاره یو ریښتینی پرمختگ او د لوبي بدلون وي. دا خبره به په تاریخ کی ثبت سي.

Andrij Melnyk Botschafter der Ukraine
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرې میلنیکانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

میلینک وویل، دا حقیقت چي د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ ظاهراً حتی د امریکا متحده ایالات هم د M1 Abrams ټانکونو په استولو قانع کوي، دا به نو په اصطلاح »د ټانکونو ډبل قوت« وي. د څو امریکايي رسنیو د رپوټونو له مخي د ولسمشر جو بایدن حکومت غواړي د چهارشنبې په ورځ لا د ډیر شمیر M1 Abrams ټانکونو د استولو پخلی وکړي.

د لیوپارد ټانکونو استول به د جرمنی له پاره هم عواقب ولري

د جرمني د پوځ د اتحادیې د مشر، اندرې ویوستنر په خبره له آلمان څخه اوکراین ته د لیوپارډ جنگي ټانکونو د استولو په نتیجه کي به د دغه هیواد د پوځ عملیاتی تیاری لاپسي کمزوری سي.

ویوستنر د چارشنبه په ورځ د آلمان دوهمی تلویزیونی رسنۍ ته وویل: «د دغو ټانکونو استول به د اوکراین په گټه وي، خو له بلي خوا به د آلماني پوځ د عملیاتي آمادگۍ په تاوان تمام سي.»

هغه زیاته کړه، سړی باید دا فکر و نه کړي چي د اوکراین جګړه ښايي په دوو یا دریو میاشتو کي پای ته ورسیږي. او دا کار به یوازي د دغو ټانکونو پر استولو بسنه و نه کړي: «که موږ غواړو چي نه یوازي د اوکراین ملاتړ بلکي د خپل ځان دفاع هم وکړای سو، نو باید صنعت ته وده ورکول سي تر څو لازم تجهیزات په راتلونکو کلونو کي زموږ په اختیار کی راکړي.»

ویوستنر زياته کړه: «په وروستیو میاشتو کي داسي گومان کېدی چي موږ یوازي تر یو حده له ځان څخه دفاع ته آماده یو. حکومت نه یوازي دا چي د روسیې د مداخلې پر وړاندي د اوکراین د ملاتړ مسئولیت لري، بلکي د ملي او اتحادي ملاتړ په برخه کي هم.»

Krieg in der Ukraine I  Präsident Selenskyj
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکيانځور: The Presidential Office of Ukraine/SvenSimon/picture alliance

زیلنسکي د ټانکونو په بحث کي د پریکړو غوښتنه کوي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي تر اوسه پوري د آلمان له خوا د جنگی ټانکونو د استولو په هکله رپوټ پر وړاندي په احتیاط سره غبرگون ښودلی. نوموړي په خپله ورځنۍ ویدیويي وینا کي وویل: «دغه بحثونه باید د پریکړو په کولو سره پای ته ورسیږي.« زموږ متحدین پوهیږي چی څومره ټانکونو ته اړتیا لرو. خبره پر پنځو، لسو او یا پنځلسو نه ده، بلکي تر دې هم باید زیات وي.»

مخکی له دې پولند اعلان کړی وو چي غواړي اوکراین ته د لیوپارډ د ټانکونو یوه کمپنۍ واستوي. همدارنگه فنلنډ او نورو هیوادونو هم دې کار ته خپل تیاری ښودلی دی.

GP/NZ/DW.Online