له جرمني څخه نور افغان مهاجر اخراج سول | آلمان او نړۍ | DW | 08.04.2021
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

له جرمني څخه نور افغان مهاجر اخراج سول

له جرمني څخه بیا یوه ډله نارینه افغانان اخراج او الوتکه یې نن سهار کابل ته ورسیدل. دا د ۲۰۱۶م کال راهیسي ۳۸م ډله ایز اخراج دی، چي تر سره کیږي.

د جرمني د خبري آژانس، dpa په حواله د چهارشنبې په ورځ له جرمني څخه ۲۰ نارینه افغان مهاجر اخراج او نن د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسیدل. دا په مجموع کي له جرمني څخه له ۲۰۱۶م کال راهیسي ۱۰۳۵ اخراج سوي کسان دي.

د کرونا پانډمۍ تر شیوع، یعني ۲۰۲۰م کال تر مارچ میاشتي وروسته د افغانانو اخراج د یوه څه وخت له پاره ځنډیدلی ؤ، خو د همدې کال په ډسمبر کي بیرته یوه ډله افغانان اخراج سول. له هغه راهیسي بیا تقریبأ په منظم ډول سره هره میاشت یو تعداد افغانان دغه بحراني هیواد ته اخراجیږي.

د هغوی اخراج شخړه ایز دی او د بشري حقونو اکثره سازمانونه په افغانستان کي د بې امنیتۍ او خراب اقتصادي حالت په سبب د افغانانو د اخراج توقف غواړي.

له بلي خوا بیا د سولي په بين الافغاني خبرو کي هیڅ پرمختګ نه راځي. که څه هم د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي خبري رواني دي، خو جنګونه او بریدونه هم په خپل شدت سره روان دي.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو پراساس په تیرو لسو کلونو کي تر ۱۰۰۰۰۰ اضافه ملکي کسان په دغو نښتو کي وژل سوي او ټپيان سوي دي.

د افغانستان خراب اقتصاد د کرونا ویروس په خپریدو سره نوره هم سخته ضربه خوړلې ده.

اعلان