1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د تابعيت ترلاسه کولو غوښتني لږ سوې

۱۴۰۰ خرداد ۷, جمعه

تیر کال بهرنيانو ته د آلمان تابعیت ورکولو شمېر تر پخوا کم وو. د نورو دلایلو ترڅنگ، د آلمان تابعیت د ترلاسه کولو له پاره د بریتانویانو لږ علاقمندي او د کرونا پاندیمي په گوته سوې ده.

https://p.dw.com/p/3u6d9
Deutschland Migration l Einbürgerung
انځور: Inga Kjer/photothek/imago Images

 

په ۲۰۲۰م کال کي شاوخوا ۱۱۰ زرو خارجیانو د آلمان تابعیت ترلاسه کړی چي تر هغه د یو کال مخکي په پرتله ۱۹ زره کسان لږ سوي دي. دغه خبر د چهارشنبې په ورځ د آلمان د مرکزي احصائيې ادارې ورکړی دی.

د دغه شمیر د کمیدو علتونه د نورو ترڅنگ د آلمان تابعیت د ترلاسه کولو له پاره د بریتانویانو لږ علاقمندي او د کرونا پاندیمي اغېز ښوول سوي دي.

د آلمان د مرکزي احصائيې ادارې د رپوټ له مخي، د دې کار علت د آلمان تابعیت اخیستلو ته د بریتانوي اتباعو له لږ علاقې سره ارتباط لري. تیرکال یوازي ۴۹۰۰ بریتانویانو د آلمان تابعیت د په لاس راوړلو اقدام کړی چي په دې ډول د هغوی شمېر تر هغه یوکال مخکي په پرتله دوه پر دریمه او یا په بل عبارت ۹۷۰۰ کسان لږ سوی دی.

په ۲۰۱۹م کال کي په آلمان کي د بریتانیا اتباعو ته د تابعیت ورکولو کچه خپل لوړ حد ته رسیدلي وه. دغه بهیر له »بریگزیت« یا اروپايي ټولني څخه د بریتانیا له وتلو سره اړه درلوده.

د يادي ادارې په خبره، د کرونا پاندیمۍ عواقب هم د تابعیت ورکولو پر بهیر اغیز کړی. د کرونا ویروس د پراخیدو په نتیجه کي د تابعیت ترلاسه کولو په اړه جواب ته د انتظار وخت ډیر سوی او مسؤل بڼسټونه لږ کولای سي دغو عریضو ته رسیدگي وکړي.

Deutschland | Einbürgerungszeremonie im Schloss Bellevue
د آلمان د اساسي قانون د ۷۲ می کالیزي په مناسبت د دغه هیواد ولسمشر ځینو کسانو ته په خپل لاس آلماني تابعیت ورکړانځور: John Macdougall/ADP/dpa/picture alliance

د نوموړي ادارې په خبره، که د بریتانیا اتباعو ته د تابعیت ورکولو کچه له دغه ۱۵ سلني څخه راکمه سي، نو په ۲۰۲۰م کال کي د ۲۰۱۹م کال په پرتله د هغو په شمیر کي ۸ سلنه کمښت راغلی دی.

د آلمان د مرکزي احصائيې ادارې د رپوټ په حواله په ۲۰۱۹م کال کي په آلمان کي له ۱۷۳ بیلابیلو هیوادونو څخه راغلو اتباعو د آلمان تابعیت ترلاسه کړی وو.

په مجموعي ډول تر ټولو غټه ډله یا یو پر څلورمه برخه د اروپايي ټولني له ۲۷ غړو هيوادونو څخه دي. په دوی کي بيا رومانیا لومړی ځای لري. پولنډ او بریتانیا دوهم ځای لري. بریتانیا په ۲۰۲۰م کال کي لا د اروپايي ټولني غړی وو.

د شمیرو له مخي، تر ټولو لویه ډله چي د آلمان تابعیت ورکړل سوی دی، ترکان دي. خو بیا هم دغه شمیر تر هغه يو کال مخکي په پرتله ۳۸ سلنه کم سوی او ۱۱۶۰۰ کسانو ته رسیدلی دی.

د احصائيې د مرکزي ادارې د رپوټ له مخي د هغو سوریايي اتباعو شمیر چي په ۲۰۲۰م کال کي یې د آلمان تابعیت ترلاسه کړی، ۷۴ سلنه زیات سوی چي ۶۷۰۰ کسان ول.

د جرمني د مرکزي احصائیې ادارې د ارقامو له مخي د هغو سوريايانو شمېر به چي د آلمان تابعیت غواړي، ډیر سي. دا ځکه چي د هغو پناه غوښتونکو شمیر مخ پر زیاتیدو دی چي د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ مو کلونو ترمنځ آلمان ته راغلي او په دې ترڅ کي یې د آلمان تابعیت د په لاس راوړلو شراط پوره کړي دي.

GP/NZ(dpa, afp, rtr)