1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د آلماني ځواکونو وتل له پروگرام سره سم عملي کیږي»

۱۴۰۰ خرداد ۲۲, شنبه

د جرمني د پوځ لوی درستیز وایی چي د آلمان پوځ له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتلو کي تقسیم اوقات مراعات کړی. د هغه په خبره د روان کال د سپتمبر تر یوولسمي پوري باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي وي.

https://p.dw.com/p/3unkH
Deutschland Zorn soll Wieker als Generalinspekteur nachfolgen
د آلماني پوځ لوی درستیز ابرهارد څورن انځور: imago/Becker&Bredel

د جرمني د پوځ لوی درستيز، اِبرهارد څورن د «راینیشه پوست» ورځپاڼي ته ویلي چي «د افغانستان وسله وال ځواکونو زموږ د اډو ډیره برخه پرغاړه اخیستې». هغه د خپلو خبرو په دوام وایی: »د ځواکونو ایستل د تقسیم اوقات له مخي پر مخ ځي او د جولای تر میاشتي به له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ سي».

څورن وایي چي ټولو نړیوالو ځواکونو باید حدا کثر د سپتمبر تر یوولسي پوري افغانستان پرې ایښی وي. خو د می پر لومړۍ نیټه د دغو ځواکونو د رسمي وتلو راهیسي په دغه هیواد کي حداقل ۱۵ سیمي د طالبانو لاس ته لویدلي دي. هغه زیاتوي چي «طالبانو په پرله پسي ډول ډیری سیمي تر خپل کنترول لاندي راوستي دي». څورن وایي، زه مطمین یم چي د افغانستان وسله وال ځواکونه لا هم د پام وړ ملاتړ ته اړتیا لري، هم د مالي پلوه او همدارنگه د زده کړي په برخه کي هم. د هغه په خبره دا بې تفاوته ده چي موږ دغه کار په کوم ځای کي ترسره کوو.

 GP/NS/AG