1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

جرمني ـ ۱۳۰۰۰ واکسین سوي کسان بیرته کرونا نیولي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۵, شنبه

په جرمني کي تقریبأ ۱۳۰۰۰ هغه کسان چي دواړه دورې واکسیونونه یې لګولي، بیرته په کرونا اخته سوي دي. خو دا معلومه نده چي ایا هغوی تر کامل معافیت وروسته په کرونا اخته سوي او که ترهغه دمخه.

https://p.dw.com/p/3tQcP
Deutschland Corona-Pandemie Impfkampagne | Frankfurt am Main
انځور: Sebastian Gollnow/dpa/picture alliance

د جرمني د صحت عامې وزارت د دغه خبر د خپریدو سره دا هم ویلي، چي معلومه نده، چي ایا دغه په کرونا اخته کیدل تر کامل معافیت وروسته رامنځته سوی او که تر هغه دمخه. د کرونا په مقابل کي د بدن کامل معافیت د دوهم واکسین تر لګولو ۱۴ ورځي وروسته رامنځته کیږي.

تردې دمخه هم خبرداری ورکول  سوی ؤ، چي اوسني واکسیونونه د کرونا ویروس په مقابل کي ۱۰۰ فیصده معافیت نه رامنځته کوي. سربیره پردې بدن د هغه تر لګولو وروسته حداقل ۱۴ ورځي پکار لري، چي په مقابل کي یې معافیت رامنځته کړي.

د جرمني د صحت عامې د وزارت په خبر کي دا هم راغلي، چي  د هغو کسانو د منځ څخه چي د کرونا اول واکسین یې لګولی دی، تقریبأ ۴۴۰۰۰ کسان، یا ۰،۱۵ فیصده یې بیرته په کرونا اخته سوي دي. دغه ارقام د هغو ۲۸ ملیونو او ۵۰۰ زرو کسانو د منځ څخه ورکول سوي دي، چي لمړی واکسین یې لګولی دی.

د آلمان په ووپرتال کي د بتيستا روغتون ډاکټر، احمد جاويد اڅکزي د آلمان ږغ ته وويل چي د واکسين لګولو وروسته که بعضي کسان په ويروس اخته هم سي، نو عموما علايم يې ډېر سپک وي. هغه زیاته کړه: »د واکسين باوجوده د بعضو انسانانو په کويد ۱۹ اخته کېدنه دا معنی نه لري چي واکسين بې فايدې وو. واکسين په لومړي قدم کي د دې لامل کيږي چي د انسان خپل دفاعي نظام د دغه ويروس سره د مبارزې له پاره په اصطلاح دفاعي ابزار په لاس راوړي. که بدن ته دغه ويروس بيا داخل هم سي نو يا خو يې له سره علايم نه څرګنديږي او يا ډېر زيات سپک وي.» اڅکزی زياتوي چي البته له واکسين سوي او کرونا اخته سوي کس څخه و نورو انسانانو ته د ويروس د انتقال پر څرنګوالي لا څېړني ادامه لري.

آ./م.ق./ا.ا.