شتاینمایر د هاناو د قربانیانو خپلوانو ته: «موږ یي نه هیروو»
۱۳۹۹ مهر ۳, پنجشنبهجيتین ګیولتکین له خپلي مور سره په برلین کي د جمهوري ریاست د بیلويو ماڼۍ ته راغلی دی. هغه وویل:«موږ دلته ددې ویلو له پاره راغلي یو ښاغلی جمهوررئیس! زموږ سره کومک وکړئ. موږ څه شي باید وکړو. هغه [د بريد عامل] خو موږ ختم کړو.»
د هغه څخه مطلب، ۴۳ کلن ښی اړخی افراطي ترهګر دی، چي ۷ میاشتي دمخه یې په هاناو کي د ګیولتکین ورور وروژلی ؤ. د همدې عیسوي کال د فبروری میاشتي پر ۱۹ مه دغه تروریسټ د ګیولتکین ورور، ګویکهان او ۸ نور انسانان په قتل ورسول. په اخره کي یې خپل ځان او خپله مور هم ووژله.
د جرمني لویه څارانوالي د قاتل په اړه د یوه « ډیر ژور راسیسټي او تبعیضي چلند» څخه خبره کوي.
د ترهگرۍ د دغه پېښې د قربانیانو خپلوان پرون چهارشنبې(د سپټمبر ۲۳ مه) په یوه ښه لمریزه ورځ په برلین کي د جمهوررئیس فرانک والټر شټاینمایراو هغه د ماندینې، ایلکه بوډین بینډر میلمانه وه. هلته د کورنیو چارو وزیر، هورس زې هوفر هم وررغلی ؤ. هر فامیل جلا جلا، اکثرأ په تورو کالو کي په لوی سالون کي سره ناست ول. د جمهوررئیس سره د هغوی ملاقات اصلأ وختي لا باید تر سره سوی وای، خو کرونا پانډمي د هغه مخنیوی وکړ.
د شټاینمایرله طرفه همدردي
فرانک والټر شټاینمایر حاضرینو ته په خطاب کي ټینګار وکړ: «موږ یې نه هیروو. موږ د هغه د هیریدو اجازه نه لرو او نه به یې هم هیر کړو.» هغه خپلو خبرو ته ادمه ورکړه او ویې ویل: «موږ ستاسي خواته ولاړ یو. دغه هیواد(ستاسي هیواد) ستاسي پر طرف دی. زموږ د هیواد زړونه ستاسي خواته درګرزیدلي دي.»
جيتین ګیولتکین په خپل نوبت سره وویل: «تردې ډیره همدردي نه سي کیدلای.»هغه د خوشحالۍ په څرګندولو سره د جمهوررئیس ددعوت څخه مننه وکړه. خو په خبره یې د هغه د پاره تر خبرو عمل مهم دی. هغه اضافه کوي، چي ورور به یې همیشه کور ته پيسې راوړلې او د والدینو سره به یې کومک کاوه. ماته رواني تکلیف راپيښ سوی او تر معالجې لاندي یم. زه د اوس دپاره کار نهسم کولای. زما زوی هم نه.» ګیولتکین وايي، چي پلار یې هم د خپل زوی تر وژل کیدو ۳۸ ورځي وروسته مړ سو. ځکه چي د خپل زوی مرګ یې نه سوای زغملای.
د پيښي د کاملي توضیح غوښتنه
د راسیسټي پيښي د قربانیانو د خپلوانو ترڅنګ د هاناو ښاروال، کلاوس کامینسکي هم په برلین کي د جمهوري ریاست د بیلويو ماڼی ته وررغلی ؤ. هغه غوښتنه وکړه، چي ددغي پيښي کامله توضیح دي ورکول سي. کامینسکي برلین ته تر راتګ د مخه د جرمني د تحریري هییات شبکې ته ویلي وه :« فامیلونه غواړي پوه سي، چي ایا کومه غلطي سوې وه، او کیدلای سوای د حملې مخنیوی سوی وای؟ په دې هکله باید امنیتي تحقیقاتي ارګانونه جواب ووايي.» په خبره یې : «که غلطی سوې وي ، باید هغه ومنل سي. یوازي په دې ډول سره پرغم او درد باندي سړی غالیبیدلای سي.»
« ټول بايد د کرکي او تشدد پرضد مبارزه وکړي»
شتاین مایر په خپلو اظهاراتو کي همدارنګه وویل، چي نه یوازي دولت، بلکي د هر یوه څخه په جلا جلا ډول سره غوښتل کیږي، چي«د کرکي ، نفرت او تشدد پرضد مبارزه وکړي. ځکه چي د هاناو قتلونه د دیموکراسۍ پرضد حمله هم ده. په خبره یې د هاناو حمله کومه اسماني پيښه نه ده، ښی اړخي افراطیت زموږ په ټولنه کي ژوره ریښه لري. دا یو جدي او عاجل مشکل دی. موږ باید دغه مشکل د کرونا پانډمي پر وخت هم له یاده ونه باسو.
زموږ له آرشيف څخه: