انځورونه: په آلمان کې ډېره واوره د ستونزو سبب شوې
په آلمان کې ورستۍ واوري د خلکو د ژوبلې، ترافيکي پيښو، د اورګاډو د پلانونو او فوټبال لوبو د لغو کیدو سبب شوي. پيښې تر ډيره په شمالي او مرکزي سیمو کې رامنځ ته شوي دي. انځورونه وګورئ او په اړه يې معلومات ولولئ.
د آلمان شمال په سپينو واورو کې
په انځور کې د آلمان د دریسدن ښار د ایلبه سيند پر غاړه پلې کسان لیدل کیږي. د آلمان د هواپيژندنې ادارې د سختې سړې هوا خبرداری ورکړی او وايي چې تر ډيره به د آلمان شمالي او مرکزي سیمې له واورو اغيزمنې شي.
برلين
په برلین کې هم د اوونۍ په پای کې واوره وريدلې. په انځور کې يو کس د آلمان د پارلمان ودانۍ مخې ته د منډې یا ورزش پر مهال ليدل کيږي. د آلمان د هوا پيژندنې ادارې د هوا وضعیت ته په کتو ویلي دي چې د بيړنيو حالاتو ته د رسيدګۍ ادارې کارکوونکي په ټول هيواد کې د تيارسی په حال کې دي.
د آلمان د فوټبال ليګ
د يکشنبې په ورځ د سړې هوا او واورې له کبله، په آلمان کې د فوټبال مختلفې لوبې کنسل شوې. د بونديس ليګ فوټبال سیاليو په بهير کې په دغې ورځ د ارمنيا بیلیفيلد او وردر بریمن لوبډلو تر منځ سيالۍ له پيليدو يو ساعت مخکې کنسل شوې ويل شوي راتلونکې لوبه چې پاديربورن او هایدن هایم لوبډلو تر منځ کیدونکې وه هم ودرول شوه.
په ټول آلمان کې د اروګاډو ارتباطات بند شول
د وروستيو واورو په نتيجه کې د آلمان د اورګاډو ادارې (دويچ بهان) د مختلفو استقامتونو پر لور پلانونه کنسل کړل. دغې ادارې د اغيزمنو سیمو مساپرو له پاره يې د ټکټونو د پيسو د بيرته ورکړې وړانديزونه کړي دي. په انځور کې د نورد راين ویستفالن ایالت د کوبلنز ښار په استقامت يو اورګاډۍ ليدل کيږي.
سړه هوا او د ترافيکې پيښو ډيريدل
په انځور کې خلک د برلین ښار په يوه کوڅه کې لیدل کيږي. د آلمان په مختلفو سیمو کې واورې ترافیکي بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی. ترافيکي پيښې ډيرې شوي او د لسونو کسانو د ټپي کيدو خبرونه ورکړل شوي دي.
کنګل شوې لويې لارې
د سړې هوا له کبله د آلمان په نوردراين ویستفالن ايالت کې د ونو یو ځنګل منجمد شوی. پوليسو آن د شنبې په ورځ په ټول آلمان کې د ۲۲۲ ترافيکو پيښو خبر ورکړی وو او د نور پيښو د مخنيوي له پاره يې ځينې کنګل شوې لوې لارې د ترافيکو پر مخ وتړلې.
تيز باد او درنه واوره
د آلمان د هوا پيژندنې ادارې د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې په ځينو برخو کې تر ۲۰ سانتي مترو ډيره واوره وريدلې او د يکشنبې په ورځ به تر۴۰ سانتي مترو پورې ورسیږي. ورسره جوخت د ۸۰ کیلومتره په ساعت کې چټک باد رپوټونه هم ورکړل شوي ول. په انځور کې يوه ښځه چې تودې جامې اغوستي د برلین ښار په يوه سيمه کې پر واورو پوښل شوو زینو د پورته کيدو په حال کې لیدل کيږي.
د آلمان هنوفر ښار په سپينو وارو پوښل شوی
د آلمان د هواپيژندنې ادارې د مخه خبرداری ورکړی چې تر ټولو ډيره واوره به د نورد راين وستفالن، زاکسن او زاکسن انهالت ايالتونو په ځينو برخو کې وي. په انځور کې د هنوفر ښار يو واټ ښکاري چې په واورې پوښل شوی. يوه میرمن چې چترۍ يې په لاس کې ده له سړکه د اوښتو په حال کې لیدل کيږي.