1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د درنو جرمونو ترسره کوونکي سوریایان او افغانان دې اخراج شي»

۱۴۰۰ تیر ۱۳, یکشنبه

د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند مخکښې سیاستوالې ویلي دي چې د درنو جرمونو ترسره کوونکي افغان او سوریایي پناه غوښتونکي دې د دوی هیوادونو ته اخراج شي.

https://p.dw.com/p/3w0JS
Abschiebeflug Abschiebung Symbolbild
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان د سوسیال دیموکرات (SPD) ګوند مخکښې نوماندې فرانسسکا ګِفي د «بلډ امن زونټاګ» ورځپاڼې ته ویلي دي: «زما دریځ ډیر واضح دی: د درنو جنایتونو ترسره کوونکي او تروریستان باید اخراج شي. مونږ باید له هغو انسانانو سره مرسته وکړو چې له جګړې او ویرانیو تښتي.»

د SPD ګوند دغه سیاستوالې زیاته کړه: «خو هغه کسان چې درانه جرمونه یي ترسره کړي، قتل یا جنسي تیری یي کړی، خپل د پناهندګۍ حق یې له لاسه ورکړی دی.»

ګفي وویل چې په دې صورت کې «باید د دې ځای خلکو حفاظت ته، د داسې یو کس ته حفاظت ورکولو په پرتله ډیر ارزښت ورکړل شي چې د نورو حقونه تر پښو لاندې کوي.» دغې آلمانۍ سیاستوالې غوښتنه وکړه چې دا ډول مواردو ته باید «په ډیر قوت سره د قربانیانو له نظره کتنه وشي.»

ګفي نږدې یوه اونۍ مخکې د آلمان په وورڅبورګ ښار کې د چړې په وسیله ترسره شوي برید ته په اشارې سره د شکمنو پناه غوښتونکو په برخه کې له لا زیات دقت او حساسیت څخه کار اخیستنې غوښتنه وکړه. نوموړې د بلډ ام زونټاګ ورځپاڼې ته وویل «د وورڅبورګ د چړې برید یو لوی شوک وو چې یو وار بیا د دې سبب شو چې یو شمیر خلک د آلمان پر امنیت او ادغام خپل باور له لاسه ورکړي.»

د سوسیال دیموکرات ګوند دغه سیاستوالې وویل چې دا ډول عمل «هیڅ کله هم له یوه صاف آسمان څخه نه راځي، بلکې کیدای شي تل د یوه زنځیر وروستۍ ګړئ وي.» ګِفي نیوکه وکړه چې د رادیکال کیدنې یا د رواني ناروغیو علایم یا خو نه دي لیدل شوي او یا هم له پامه غورځول شوي دي.» هغې ټینګار وکړ «دا مونږ نه شو منلی. مونږ باید حساسه شو او چټګ غبرګون وښایو.»

تیره اوونۍ د جمعې په ورځ یوه سومالیایي پناه غوښتونکي د ورڅبورګ د خریدارۍ په یوه مرکز کې په مجموع کې لس تنه د پخلنځي په چړې ووهل. له دې ډلې درې تنه ښځې مړې شوې. دا چې دغه برید دې د اسلامي افراطیت د انګیزې له مخې ترسره شوی وې، پلټونکې یې له حقیقت څخه لیري نه ګڼي. سربیره پر دې دغه ۲۴ کلن سومالیایي د مختلفو پيښو له امله څو واره رواني داکتر ته مراجعه کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ خ. ح

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: