1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاتولیکي کميټې له اسلام سره د دښمنۍ پرضد خبره کړې

۱۳۹۹ آذر ۳, دوشنبه

عیسوي کاتولیکي کميټه وايي، چي په جرمني کي د اسلام سره دښمني مخ پر ډیریدو ده. پر مسمانانو باندي تورلګول کیږي چي غواړي جرمني یو اسلامي هیواد وګرځوي.

https://p.dw.com/p/3lihV
München Frauen mit Kopftüchern
انځور: Imago/R. Peters

آيا په اسلام کي ښځي له ظلم سره مخامخ دي او یا اکثریت مسلمان مهاجر د یهوادنو سره دښمني لري.

د جرمني عیسوي کاتولیکي کميټې د راهبانو له خوا د جنسي سؤ استفادې د بحثونو په موضوع کي د یوې کنګرې پر مهال پر نورو مسایلو هم، لکه له اسلام سره مخ پر ډیریدونکې دښمنۍ باندي بحثونه وسو.

د جرمني د عیسوي کاتولیکي کميټې د «عیسویانو او مسلمانانو» د خبرو او مباحثو یوې ګډه کړۍ په نظر د مسلمانانو په ټکولو کي پر دغو درو تورونو سره کوښښ کیږي چي ګردو مسلمانانو ته په اصطلاح په یوه سترګه وکتل سي. دغه ډول تصورات د دې باعث کیږي چي د جرمني مسلمانان په مخ پر ډیریدونکي ډول سره د مخکي له مخکي قضاوتونو سره لاس او ګریوان سي.

تیره شنبې (د نومبر ۲۱ مه) د جرمني عیسوي کاتولیکي کميټې د یوې کنګرې پرمهال د «عیسویانو او مسلمانانو» د خبرو او مباحثاتو د ګډي کړۍ د یوې تازه اعلامیې پراساس چي «کرکه او تحریک دي نه وي- او عیسویان او مسلمانان په ګډه سره د اسلام دښمنانه اعمالو پرضد» دي، بحثونه وکړل.

د اعلامیې د لیکونکو په نظر په نیس او ویانا کي تر ترهګرو حملو وروسته دغه موضوع تر پخوا مهمه سوې ده او د هغه د روښانه کولو په خاطر باید په عام ډول باندي بحثونه پر وسي.

Deutschland l Kirche St. Johannes Baptista in Forbach-Weisenbach
د اسلام ضد ليد «په الماني ټولنه کي په پراخه پیمانه ریښې ځغلولي دي»انځور: Seelsorgeeinheit Forbach-Weisenbach

د اعلامې یوې لیکونکي او اسلام پیژندونکې، حمیده محقق خبرداری ورکوي چي دغه ډول الفاظ او اصطلاحات کیدلای سي د داسي نظریاتو د رامنځته کیدو سبب وګرځي چي واقعأ هم بیا د جرمي اعمالو باعث سي. په خبره یې، «تر دې ډیر دمخه چي د اسلامي عقیدې درلودونکو افرادو له خوا له تشدده ډک اعمال تر سره سي، د ډیرو کسانو په مغزو کي اسلام دښمنانه افکار موجود وه.»

د اعلامیې د یوې بلي کاتولیکي لیکونکي او عیسویت پيژندونکي، انیا وارویک په خبره د اسلام ضد ليد «په الماني ټولنه کي په پراخه پیمانه ریښې ځغلولي دي». دا کار بیا د هغوی سره د تعصب او راسیزم سبب کیږي، مثلأ د کور او یا کار پیداکولو په لار کي.

ددې په خبره، کله چي مسمانان په عامه انظارو کي راظاهریږي، نو اکثرأ د خپل دین د کار پوهانو په حیث بحثونه کوي. تقریبأ هر یوه هغه ښځه چي پوړنی او حجاب پر سروي، په تحقیر آمیزه سوالونو او اشارو باندي پوهیږي او اکثریت یې د فزیکي او جسمي حملو څخه رپوټونه ورکوي.

د جرمني عیسوي کاتولیکي کميټه وايي چي ځکه نو باید د مسلمانانو د ژوندانه رنګارنګ طرز ته په عامه انظارو کي ډیر پام وسي.

هغه وايي چي د مسلمانانو اجتماعي فعالیتو ته هم لږ توجه اړول کيږي چي په دې لار کي بیا د رسنیو او اجتماعي شبکو رول ډیر مهم دی: ځکه چي اکثرأ «اسلام» ته په عامه اذهانو کي د منفي مسایلو سره ارتباط ورکول کیږي.

دا تصور هغه وخت نور هم تحریفیږي، کله چي د مسلمانانو د عادي ژوندانه د طرز په باب هیڅ نه ویل کیږي. په انترنیټ کي باید «د مسلمانانو په مقابل کي د کرکي او راپاروني سره مبارزه وسي.»