1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: آلمان دي د «چټک تابعيت» امکانات برابر کړي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبه

په آلمان کي د ادغام کارپوهانو وړانديز کړی دی چي بهرنيانو ته دي په چټکه پروسه کي د تابعيت ترلاسه کولو امکان برابر کړل سي.

https://p.dw.com/p/3t03R
Neuer Reisepass Pass Bürgeramt Daten Datenschutz Meldegesetz Privatwirtschaft Weitergabe
انځور: AP

روان ميلادي کال په آلمان کي د مرکزي پارلمان بُنډسټاګ د ټاکنو تر څنګ په يو شمير ايالتونو کي هم د ټاکنو کال دی. د ادغام کارپوهانو وړانديز کړی دی چي د ټاکنيز کمپاين پر وخت دي د بهرنیانو له پاره د تابعيت ترلاسه کولو موضوع ته زيات پام وسي.

د ادغام او مهاجرت له پاره د کارپوهانو شورا (SVR) د سه شنبې په ورځ د روان کال د خپلې څېړني پايلي معرفي کړې. په دغو پايلو کي راغلي چي په ټاکنيزه پروسه کي د مهاجرو او کډوالو د برخه اخيستنې څرنګوالی په دې پوري هم مربوط دی چي هغوی تابعيت ترلاسه کولای سي که نه او دا چي ايا هغوی تابعيت غواړي که نه. د کارپوهانو د يادي شورا په وينا د نورو کډوالو لرونکو هيوادونو په پرتله په آلمان کي اوسېدونکي کډوال يا مهاجر د آلمان تابعيت کم ترلاسه کوي.

يادي شورا ويلي چي په آلمان کي اوسېدونکي بهرنيانو څخه په ۲۰۱۹ کال صرف ۲،۵ سلنه يې هغه کسان ول چي د تابعيت تر لاسه کولو شرايط يې پوره کول.

کارپوهانو يادي شميرې ته په اشاره سره غوښتي چي د تابعيت ترلاسه کولو هغه امکانات چي په قانون کي وړاندي سوي دي، بايد چي په عمل کي ورڅخه زياته ګټه واخيستل سي. د کارپوهانو د يادي شورا مرستيال رئيس، دا نيل تيم وويل: «زياتو ايالتونو او ولسواليو د پوهاوي او معلوماتي کامپاينونو او د تابعيت ورکولو په ځانګړو مثالونو سره» ښې بيلګي وړاندي کړي دي. د هغه په وينا دا د دې سبب کيږي چي د آلمان د تابعيت ترلاسه کوونکو شمير زيات سي او بل هغوی دا احساس پيدا کړي چي هغوی «د آلمان برخه دي».

دغه شورا د «چټک تابعيت» د ورکړي وړانديز بيا تکرار کړی دی. د دغه وړانديز له مخي ښه مدغم سوي کسان بايد امکان ولري چي په آلمان کي د څلورو کالو ژوند کولو وروسته آلمانی تابعيت ترلاسه کړي. د دغي شورا رئيسي، پېترا بېندل وويل چي په ټولنيزو او سياسي پروسو کي ونډه لرل به د يادو کسانو ډلې ته دا احساس ورکړي چي هغوی د دغې ټولني سره مربوط او د هغې برخه دي.

د ادغام له پاره د آلمان د حکومت ځانګړي ماموري، انېته ويدمن ماوڅ ويلي چي يو ډموکراټيک نظام د تابعيت ترلاسه کولو په کمه کچه کي ځان مطمئن نه سي احساسولای. د هغې په وينا د دې له پاره بايد فعاليت وسي چي زيات کسان د تابعيت غوښتنه وکړي. د ماوڅ په وينا هغه کسان چي د کالونو راهيسي په آلمان کي ژوند کوي، آلماني يې زده وي، خپل د ژوند اخراجات پخپله برابروي او په ټولنيز نظم کي برخه وال وي، هغه ته بايد په بشپړه توګه د دغې ټولنې غړی وګرځي چي له ټولو حقونو برخمن وي.

کارپوهانو ويلي چي آلماني ګوندونه بايد لا زيات د پر هغو کسانو تمرکز وکړي چي د کډوالۍ شاليد لري. په دې ترڅ کي بېلګه ياده سوې چي ګوندونه بايد لا زيات هغه کسان د خپلو کانديدانو په توګه معرفي کړي چي د کډوالۍ يا مهاجرت شاليد لري. د دې ترڅنګ غوښتنه سوې چي د اوسنيو قوانينو په ترڅ کي بايد وارزول سي چي په آلمان کي اوسيدونکي هغه کسان هم په سيمه ايزو ټاکنو کي برخه اخيستلای سي که نه، کوم چي له اروپايي اتحاديې څخه د دباندي بهرني هيوادونو تابعيت لري.

دغي شورا پر دې هم انتقاد کړی دی چي په دولتي ادارو کي اوس هم د کډوالۍ شاليد لرونکو مامورينو شمير کم دی. دغو کارپوهانو د توکمپالنې او تبعيض په موضوعاتو کي د لا زيات تحقيقش او اقداماتو غوښتنه کړې ده. 

آ./ا.ا.

یادښت: دا مضمون د انفو مایګرنتس له پاڼې اخیستل شوی دی.