1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: هیسن ايالت غواړي ۱۰۰۰ افغان مهاجر ومني

۱۴۰۱ مهر ۱۴, پنجشنبه

د جرمني د هیسن ایالت غواړي پخپله ساحه کي ۱۰۰۰ افغان مهاجر ومني او هلته یې ځای پرځای کړي. لکه څنګه چي زرغون ګوند په ویسباډن کي خبر ورکړی دی، په دې ډول سره کیدلای سي، زرو افغانانو ته په دغه ایالت کي پناه ورکړل سي.

https://p.dw.com/p/4HqJL
Serbien | afghanische Boxer bitten um Asyl
انځور: Darko Vojinovic/AP Photo/picture alliance

خو شرط دا دی چي دغه کسان په هیسن کي فامیلي ارتباط ولري او خپلوان یې موجود وي.

د دغه ایالت د زرغون ګوند فراکسیوني مشر، ماتیاز واګنر ډاډ ښکاره کړ چي د سوسیال دیموکراتانو څخه د جرمني داخله وزیره، نېنسي فایزر به د قبلیدو دغه پروګرام ته اجازه ورکړي. ځکه د دې مطابق مثبت زیګنال موجود دی.

بیربوک اوس هم د افغانانو پر راایستلو ټینگار کوي

واګنر وویل: موږ «د هغو خلګو په مقابل کي مسؤلیت لرو چي د جنګ، تشدد او تعقیب څخه راتښتي» او دا هغه څه دي چي موږ د خپل متحد حزب، مسیحي دیموراټانو سره ورباندي موافقه کړې ده. په خبره یې دا خبره د اوکراینیانو په باب هم صدق کوي، خو سړی نباید «په افغانستان کي د ډیرو خلګو خراب حالت هیر او د پامه وغورځوي».

واګنر اضافه کړه چي هیسن د قبلیدو پخپل ایالتي پروګرام سره د جرمني تر بل هر ایالت ډیر څه کوي او «یووار بیا ترهغه څه ډېر چي موږ د ټول جرمني د مهاجرینو د اخیستلو د پروګرام په سطح منلی دی».

«په جرمني کي د مهاجرو سیاست باید له سره ارزيابي سي»

په اوس وخت کي د هیسن ایالت د ارقامو پر اساس هلته تر ۳۱۰۰۰ اضافه افغان مهاجر اوسیږي چي مؤقتي او یا دایمي اقامتونه لري. هغوی کولای سي، د خپلو خپلوانو او فامیل د غړو د راوستلو په خاطر عریضې ورکړې.

د هیسن ایالت د دغه تازه پروګرام څخه الماني مهاجر پلوه سازمان، پرو ازول هرکلی کړی دی. د هغه رئیس، ګوینټر بورکهارد دا د ټول جرمني په سطح یو باارزښته زیګنال بللی دی. هغه دې ته هم اشاره وکړه چي تر دې دمخه د شلیس ویګ هولشټاین، بریمن، برلین او تورینګین ایالاتونو هم دغه ډول پروګرامونه تصویب کړي وه. دی وایي چي اوس نو باید داخله وزیره، نېنسي ژر تر ژره دغه پروګرام تایید او ورسره موافقه وکړي، ځکه یوازي تر هغه وروسته کیدلای سي، «دغه انسانان راوغوښتل او قبول سي».