1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ترکيې سره د مهاجرو په برخه کې د نوي معاملې هڅه

۱۴۰۰ خرداد ۳۱, دوشنبه

اروپا په راتلونکې کې له مهاجرو سره څه ډول چلند کوي؟ د آلمان د بهرنيو چارو وزير له اروپاي اتحاديې څخه غوښتنه کوي چې ترکيې ته نورې پيسې ورکړي او له انقرې سره نوي هوکړې ته ورسیږې.

https://p.dw.com/p/3vHMP
Deutschland Außenminister Heiko Maas
انځور: John Macdougall/AFP POOL/dpa/picture alliance

اروپا په راتلونکې کې له مهاجرو سره څه ډول چلند کوي؟ د آلمان د بهرنيو چارو وزير له اروپاي اتحاديې څخه غوښتنه کوي چې ترکيې ته نورې پيسې ورکړي او له انقرې سره نوي هوکړې ته ورسیږې.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د اروپايې اتحاديې او ترکيې ترمنځ د پناه غوښتونکو په هکله د نوي توافق له پاره کوښښ کوي.

ماس د آلمان له «ولت» ورځپاڼې سره په خبرو کي وويل: «موږ د مهاجرت په اړه د ترکيې همکارۍ ته اړتيا لرو. اروپايې اتحاديه له انقرې سره د مهاجرت تړون لا پراختيا ته لیوالتيا لري.» هغه زياته کړه:«دا باید موږ ومنو چې د ترکيې له حکومت سره پر ټولو ستونزو سربيره چې موږ يې ورسره لرو، دغه هيواد زموږ له پاره د مهاجرو په برخه کې ستر بار پورته کړی دی.» په ترکيه کې شا او خوا څلور ميليونه پناه غوښتونکي اوسیږې.

اروپا باید نورې پيسې ورکړي

د اروپايي ټولني او ترکيې ترمنځ پخواني تړون کې اروپايي ټولني د ترکيې حکومت ته شپږ ميليارده يورو په اختيار کې ورکړي وې. ماس ټينګار وکړ چې په نوي تړون سره ترکيې ته بايد نوري پيسي ورکړل شي. هغه وويل: «زه نه غواړم چې د پيسو اندازه په ګوته کړم، خو دا واضح خبره ده چې بې پيسو به کار و نه شي.«

د اروپايې اتحاديې او ترکيې تر منځ د شوي توافق له مخې پر نورو سربيره دا هم پکې راغلي چې اروپا ته به د ناقانونه مهاجرت مخه نیسې او يونان ته به اجازه ورکړل شي له ترکيې څخه يونان ته ورغلي ناقانونه مهاجر بیرته ترکيې ته ولیږدوي. د دې کار په بدل کې به بيا اروپايي اتحاديه د هر يو بیرته استول شوي مهاجر په بدل کې يو سوریايې مهاجر مني او هم به د ترکيې مالي ملاتړ کوي.

Griechenland Humanitäre Hilfe für Flüchtlinge nach dem Brand in Moria
انځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance

ماس دغه راز په مرکه کې د ليبيا دويم کنفرانس په هکله يادونه وکړه چې د راتلونکي چهارشنبې په ورځ په برلين کې جوړيږې. په دغه کنفرانس کې به د افريقا په دغه شمالي هيواد کې د ثبات رامنځته کولو باندي بحث وشي. ډېر افريقاي وګړي له همدغه هيواد څخه د اروپا پر لور په تيښته کې د مديترانې سمندرګي پر خطرناکه لار سفر کوي.

ماس دغه راز په ليبيا کې ښکېل بهرني قدرتونه له دغه هيواد څخه د خپلو ځواکونو د وتلو په برخه کې د خپلو خبرو په ترپښو لاندي کولو باندي تورن کړل: »هغو کسانو چې وروستی ځل يې په برلین کي د خپلو ځواکونو د ايستلو وعده وکړه، پر خپلي خبره و نه درېدل.«

هغه زیاته کړه که ليبيایان غواړي چې دوباره خپل د هيواد برخليک پخپله وټاکي، نو بهرني ځواکونه بايد ترې ووځي.«

هغه هيوادونه چې ليبیا ته يې عسکر لیږلې دي، په ځانګړې توګه ترکيه، روسيه او عربي امارات دي. دوی د ۲۰۲۰م کال په جنوري مياشت کې په برلین کي د ليبيا کنفرانس په ترڅ کي ژمنه وکړه چې ټول بهرني ځواکونه به راوباسي.