برلين د آلمان تر يووالي مخکې او وروسته
برلين يو وخت د سړې جګړې مرکز او پر دوو برخو د يو ويشل شوی ښار سمبول وو. د شرقي او غربي آلمان تر وحدت درې لسيزې وروسته دغه ښار په بشپړه توګه بدل شوی دی. د برلين ښار د وحدت مخکې او وروسته مقايسوي انځورونه يې وګورئ.
د براندنبورګ دروازه
دغه دروازه په ۱۷۹۱م کال کې جوړه شوې چې د برلين ښار له سمبولیکو ودانيو څخه يوه ده. د سړې جګړې پر وخت د ختيځ او لويديځ برلين ترمنځ پر پوله د خلکو د اوښتو راوښتو يوه برخه د همدغې دروازې له مخې تيريده. ختيځ لور ته يې د پخواني شوروي پوځونه پراته ول چې خلکو ته يې سيمې ته د داخلیدو اجازه نه ورکوله. په ۱۹۸۹م کال کې د ختيځ او لويديځ آلمان تر يوځای کيدو وروسته دغه دروازه په يوه توريستي ځای بدله شوې ده.
د"هوهن شونهاوزن" زندان
د «هوهن شون هاوزن» زندان، تر ۱۹۹۸م کاله پورې د عقيدتي او سياسي بنديانو د ساتلو ځای وو. تر ټولو جالبه دا ده چې دغه زندان په بشپړه توګه مخفي وو چې حتی ځای ېې د برلين په نقشه کې هم موجود نه وو. تر وحدت وروسته تر يوې مودې پورې تړلی وو، خو اوس يې دروازې د خلکو پر مخ خلاصې پريښودل شوي دي.
د برلين دېوال
د برلين دېوال ۱۶۷ کيلومتره او ۸۰۰ متره اوږدوالی درلود چې ۲۸ کاله يې د برلين ښار پر دوو برخو ويشلی وو. له دغه دېوال څخه په ډيره شديده توګه محافظت او کنټرول کيده. هغه وخت په لسونو کسان چې له ديوال څخه يې د اوښتلو هڅه کوله، د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي، ټپيان او يا هم نيول شوي. تر يووالي وروسته دغه دېوال اوچت کړل شو، خو ځينې برخې يې د يادښت په توګه پريښودل شوي چې اوس په توريستي ځای بدل شوی دی.
لينين په برلين کې
د لينين دغه ۱۹ متره مجسمه چې د سرې ګرانيت ډبرې څخه تراشل شوې، د ۱۹۷۰ تر ۱۹۹۱ کال پورې په فريدريش هاين کې ولاړه وه. د افتتاح په مراسمو کې يې ۲۰۰ زره کسانو حضور درلود. د برلين دېوال او د پخواني شوروي اتحاد تر نړيدو ورسته، دغه مجسمه هم له دغه ځايه ليري کړل شوه. اوس د لينين پخوانی ميدان د ملګرو ملتونو سازمان په ميدان باندې نومول شوی دی.
له جمهوري قصره د برلين تر قصره
جمهوري قصر په ۱۹۷۲م کال کې جوړ شو چې جوړيدو يې ۳۲ مياشتې وخت ونيو. دغه قصر د پخواني ديموکراتيک آلمان (ختيځ) سياسي زړه وو چې په جوړولو کې يې نه سوځيدونکې پنبه چې ښيښه يې پنبه هم ورته وايي، کارول شوې وه. دغه پنبه د سرطان ناروغۍ سبب کيږي. د ختيځ او لويديځ تر يووالي وروسته دغه قصر وران شو او پر ځای يې د برلين تاريخي قصر چې تر دې وړاندې هم په دغه ځای کې موجود وو، له سره ورغول شو.
د «انترشاپ» مغازه - ختيځ آلمان
خلکو نه شوای کولای په نړيوالو زنجيره يې مغازو د «شرقي آلمان په مارک» څه شی واخلي. خلک اړ ول چې بايد د نورو هيوادونو په پيسو لکه د لويديځ آلمان مارک او يا هم په ډالرو سوداوې واخلې. لومړنۍ مغازه (انځور) د اورګاډي د فريدريشن په تم ځای کې جوړه شوه. د ویلو ده چې اوس دغه سیمه د هغه پخواني وخت سره هيڅ د مقایسې وړ نه ده اوس دلته ډيرې لوکسې مغازې موجودې دي.
د ماشومانو د تفريح ځایونه
د ماشومانو له پاره د ژوند او لوبو محیط بايد له هر لحاظه خوندي وي. په ټول ختيځ آلمان کې د ماشومانو د لوبو په ځایونو کې له فلزي لولو څخه استفاده کیدله چې له هغو سره د ماشومانو ټکر کيدل خطرناک او له درده ډک ول. خو کله چې ختيځ او لويديځ آلمان سره يوځای شول، دغه فلزي لولې په پلاستيکي پړو بدلې شوې.
ښوونځي
ميز، څوکۍ او توره تخته. د ښوونځيو په برخه کې يوازینی اساسي تفاوت چې د آلمان تر يووالي مخکې او وروسته کې احساسيږي، هغه په ښوونځيو کې د تکنالوژي شتون دی. له وحدت څخه مخکې په دواړو هیوادونو کې کتاب، کتابچه او توره تخته د زده کړې له پاره کافي درسي مواد ګڼل کيدل. خو اوس توره تخته په سپينې او تباشير په مارکر بدل شوي، ترڅنګ په ټولګيو کې کمپيوترونه هم ليدل کيږي.
هوټل
د «انتر هوټل متروپل» ۱۳ پوړيز هوټل، په ۱۹۷۷م کال کې پرانستل شو. دغه هوټل په فريدريش واټ کې دی چې د ختيځ آلمان اوسيدونکو يوازې کولای شول له باندې څخه د هغه سيل وکړي. دا تر ډيره د سوداګرو، ديپلوماتانو او د سندرغاړو په څير د مشهور کسانو د اوسيدو ځای وو. د دغه هوټل مصرف پر بهرنيو اسعارو پرې کيده. اوس په دغه ځای کې د ماريتيم زنجیره هوټل فعاليت لري، که څه هم قيمتي دی، خو د ټولو پر مخ خلاص دی.
د اروپا دوهمه تر ټولو لويه مغازه
د لويديځ مغازه (په آلماني ژبه:Kaufhaus des Westens) په ۱۹۰۷م کال کې پرانیستل شوه. دغه مغازه په ۶۰ زره متره مربع ځمکه کې جوړه شوې چې د اروپا په سطحه دوهمه تر ټولو لويه مغازه ده. دا د برلين په لويديځ کې وه چې د دوهمې نړيوالې جګړې په بمباريو کې تقریبا ټوله له منځه ولاړه. خو تر بيارغونې وروسته بیرته د مشتريانو د خوښې ځای وګرځيد. د لويديځ مغازه په برلین کې د «کا دې وې»(KaDeWe) په اختصاري نوم ياديږي.