1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه د افغان مهاجرو اخراج بيا پيل سو

۱۳۹۹ آذر ۲۷, پنجشنبه

د کرونا وبا له امله تر يوې اوږدې وقفې وروسته بيا له آلمان څخه افغان مهاجر اخراج سول. له آلمان څخه د رد سوو افغان مهاجرو يوه الوتکه کابل ته ورسيده.

https://p.dw.com/p/3mqOx
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د افغانستان د مهاجرو چارو وزارت د خبر له مخي په دغه الوتکه کي چي ۳۰ مهاجر پکښي ول، د پنجشنبې په سهار د کابل نړیوال هوايي ډگر ته رسېدلې ده.

د کابل د هوايي ډګر چارواکو ويلي دي چي الوتکه د سهار ۷ بجې او ۳۵ دقيقې په ياد هوايي ډگر کي کښېناستلې ده. دا له ۲۰۱۶م کال راهيسي له آلمان څخه افغانستان د رد سوو مهاجرو ۳۴ ډله ايز پرواز وو.

د افغان چارواکو په حواله د کرونا پانديمي له امله تر وقفې وروسته د اتريش او بلغاريا په شمول نورو اروپايي هيوادونو هم افغانستان ته د مهاجرو د استولو لړۍ له سره پيل کړې ده.

له آلمان څخه د افغان مهاجرو وروستی ډله ايز پرواز د روان کال په مارچ کي ترسره سوي وو. بحراني هيوادونو ته د مهاجرو بيرته ليږل يوه شخړه ايزه موضوع ده. له طالبانو سره د سولې د خبرو د بيرته پيل کيدو سره سره په افغانستان کي داخلي جګړه دوام لري. په تيرو لسو کلونو کي د دغو شخړو له امله څه د پاسه ۱۰۰ زره ملکي کسان وژل سوي او يا هم ټپيان سوي دي.

د ملګرو ملتونو په حواله په روان کال کي شاوخوا ۳۰۰ زره کسان مهاجرت ته اړ سوي دي. د کرونا د پانديمي له امله د افغانستان اقتصاد او روغتيايي سيستم چي پرته له هغه هم ضعيفه دی، لا پسي تر فشار لاندي راغلی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب