1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه پخواني آلماني سرتېري د ترهګرۍ په تور ونيول شول

۱۴۰۰ مهر ۲۸, چهارشنبه

د آلمان لويې څآرنوالۍ دوه پخواني سرتېري په دې تور نيولي چې غوښتل يې يو تروريستي سازمان رامنځ ته کړي. پلان يې ښايي دا وو چې په يمن کې فعاليت وکړي.

https://p.dw.com/p/41uKk
Deutschland Kuckstorf | Fallschirmjäger der Bundeswehr während Übung «Green Griffin 2019»
انځور: Philipp Schulze/dpa/picture alliance

دواړو تورنو کسانو په کارلسروهه کې د آلمان د لويې څارنوالۍ په خبره د کال د پيل راهيسې پلان درلود چې د ۱۰۰ تر ۱۵۰ اجيرانو يوه ډله تر خپلې قوماندې لاندې جوړه کړي. له دغې ډلې سره يې غوښتل چې د يمن په کورنۍ جګړه کې مداخله وکړي.

د آلمان د پوليسو ځانګړو ځواکونو دغه دوه سړي د برايسګاو هوخ شوارڅوالد او د مونشن په ښار کې نيولي دي. د دوی د کورونو د تلاشۍ امر هم ورکړل شوی دی. سربېره پر دې د آلمان په بادن ورتمبرګ او بايرن آيالتونو کې د څلورو داسې کسانو په کورونو کې پلټنې شوې چې په قضيه کې مستقيم تورن نه دي.

د لويې څارنوالۍ په بيانيه کې راغلي دي چې »د دغه پلان اصلي انګيزه د دواړو تورنو کسانو په برخه کې د ۴۰ زرو يورو په مقدار ټاکل شوی مياشتنی د اجيرانو معاش وو چې هر غړي ته په نظر کې نيول شوی وو.» له دې مخې دغو کسانو هيله درلوده چې «دريمګړي او په تېره سعودي عربستان» به يې تمويل په غاړه واخلي. په خبره يې يوه تن په »ډېر تاکيد سره هڅه کړې وه چې د سعودي عربستان له حکومت سره تماس ونيسي، خو بريالی نه وو.«

د «وژنې اعمالو» ته غاړه ايښودل

دغو تورنو کسانو غوښتل چې له خپلې نيمه پوځي ډلې سره په يمن کې د کورنۍ جګړې سيمه کې »آرامي« راولي او د حوثي ياغيانو او د يمن د حکومت تر منځ په زور سره خبرې اترې ممکنې کړي. دغه خبره د کارلسروهه يادې ادارې زياته کړې ده.

Symbolbild Berlin Mutmaßlicher syrischer Kriegsverbrecher in Berlin festgenommen
د آلمان لويه څارنواليانځور: Uwe Anspach/dpa/picture alliance

دواړو دې ته غاړه ايښې وه چې »د وژنې اعمال« بايد هم په دې لړ کې تر سره کړي. له دې مخې «هغوی سربېره پر دې له دې سره حساب کاوه چې د جګړه يزو فعاليتونو په ترڅ کې به ملکي وګړي هم ووژل او ژوبل کړل شي.«

د يمن د ماموريت سربېره دغو کسانو غوښتل چې خپل اجير ځواک »د يوه په اصطلاح شخصي امنيتي شرکت په توګه وچلوي.« له دې کبله دغه جګړه يز ځواک په نورو شخړو کې هم ښکېلتيا غوښتله.

يو تورن کس د آلمان د لويې څارنوالۍ په حواله د اجيرانو په جلب او جذب باندې بوخت وو. په دې موخه يې له شپږو کسانو سره اړيکې نيولې وې. د پلټونکو په حواله د اجيرانو دغه ډله بايد په تېره د آلمان د پوځ او آلماني پوليسو د پخوانو غړو څخه متشکله شوې وای.