1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان پر ماموریت تر ۱۲ میلیارده یورو ډیر لګښت راغلی دی

۱۴۰۰ فروردین ۲۸, شنبه

په تیرو نږدې دوو لسیزو کې په افغانستان کې د آلماني پوځ پر ماموریت تر ۱۲ میلیارده یورو ډیر مصرف شوی دی.

https://p.dw.com/p/3s9Wp
Afghanistan Deutschland Bundeswehr Einsatz bei Baghlan Soldat
انځور: Reuters

دا خبره د آلمان په پارلمان کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د کیڼ اړخي فرکسیون د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې ده چې د آلمان خبري اژانس او ARD رسنۍ مرکزي سټودیو خپره کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۲۰م کاله پورې «د دې ماموریت اضافي لګښت» ۱۲،۱۵۶ میلیارده یورو ته ورسید.

له دې جملې تر ټولو لوړ مصارف په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲م کلونو کې وو، چې په هر کال کې یې ورباندې تر یوه میلیارده یورو ډیر لګښت راغلی وو. دغه درې کلونه د افغانستان د ماموریت تر ټولو خطرناک کلونه ول، چې په هغه وخت کې تر ۵۰۰۰ ډیر آلماني عسکر په افغانستان کې مستقر او له طالب یاغیانو سره په جګړه کې ول.

يوې کیڼ اړخي سیاستوالې د ARD رسنۍ ته وویل چې د دغه ماموریت له پاره مصارف «د یوه سیاسي او اخلاقي ډیوالیتوب وضاحت» دی. د چهارشنبې په ورځ ناټو پریکړه وکړه چې د می تر لومړۍ نیټې پورې به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پروګرام پیل کړي.

مخکې تر دې امریکا متحده ایالاتو چې په افغانستان تر ټولو ډير ځواکونه لري، د سپټمبر ۱۱ نيټه په بشپړه توګه د خپلو ځواکونو د ایستلو له پاره اعلان کړه. دغه نیټه په امریکا کې پر دوو تجارتي مرکزونو د القاعده شبکې د ترهګریزو بریدونو له شلمې کلیزې سره سمون خوري.

د پوځي ماموریت د لګښتونو سربیره آلمان په افغانستان کې هر کال تر سلو میلیونو ډير يورو د بشري مرستې، د پراختیا او بیارغونې د پروګرام په چوکاټ کې لګولي دي. په پام کې ده چې دغه ملاتړ به له افغانستان څخه د آلماني ځواکونو تر وتلو وروسته هم دوام وکړي.
آلمان د ۲۰۲۰م کال په نومبر میاشت کې د مرسته کونکو هیوادونو په کنفرانس کې د راتلونکي کال له پاره له افغانستان سره د ۴۵۰ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی وو.
د آلمان د پرمختیایي چارو وزیر ګیرد مولر، د جمعې په ورځ د «آوګس بورګر آلګماینن» رسنۍ ته وویل: «مونږ په راتلونکي کې هم د یوه سیاسي پرمختیایي شریک په توګه د افغانستان په څنګ کې پاتې کیږو.»
نوموړي تر اوسه پورې له افغانستان سره شوي مرستې بریالۍ وبللې: «مونږ په ګډه په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخه کې پرمختګونه کړي دي.» 
 
د آلمان د پرمختیايي چارو وزیر زیاته کړه چې له ۲۰۰۱م کال راهیسې د ژوند کولو توقع یا امید ۹ کاله زیات شوی، د سړي سر عاید څلور برابره او د هغو ماشومانو شمیر ۱۲ چنده لوړ شوی دی چې ښوونځیو ته ځي.  

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په حواله تر اوسه پورې د آلمان په مرسته په افغانستان کې ۱۴۴۰ کیلومتره سړکونه او ۲۳۹۰ متره پلونه یا نوي جوړ شوي او یا هم دوباره رغول شوي دي. همدارنګه ۲۹۳ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوي او ۱۲۰ نور ترمیم شوي دي.
د دې ترڅنګ ۵۱ روغتونونه نوي جوړ شوي او د ۳۴ روغتونو د بیارغونې چارې ترسره شوي دي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص