1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل وايي پر غزې يې بريدونه کړي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

اسرائيل وايي په غزه کې يې ۱۳۰ «پوځي اهداف» په نخښه کړي چې په نتیجه کې یې د «حماس او اسلامي جهادي عملیات کوونکو» ۱۵ غړي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/3tE3f
Israel Palästina | Raketen werden vom Gazastreifen nach Israel abgefeuert
انځور: Khalil Hamra/AP Photo/picture alliance

اسرائيل ويلي دي چې دغه کسان د فلسطيني وسله والو ډلو له خوا پر اسرائيل د توغندويزو بریدونو په ځواب کې وژل شوي دي.

د اسرائيل د پوځ ویاند جنتان کاریکوس خبریالانو ته وویل: «موږ ۱۳۰ پوځي اهداف په نخښه کړل چې تر ډيره د حماس ډلې پورې اړوند دي».

هغه زیاته کړه: «زموږ د اوسني اټکل له مخې موږ د حماس او د اسلامي جهادي عملیات کوونکو ۱۵ غړي وژلي دي.»

کانریکوس وويل چې اسرئيل په خپلو حملو کې تر اوسه د ملکيانو وژنه نه تائيد او نه هم ردولی شي. خو په غزه کې روغتيايي چارواکو ویلي دي چې په هوايي بریدونو کې د ۹ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان وژل شوي دي.

په اسرائيل کې تاوتریخوالي وروسته له هغې زور اخیستی چې اسرائيلي پولیسو په الاقصی مسجد کې په سلونو فلسطينیان ټپيان کړل. دغه نښتې له وروسته پیل شوې چې فلسطينيانو پر اسرائيلي پوځیانو باندې ډبري وارې کړې.

حماس اسرائيلو ته د دوشنبې په ورځ د ګرينويچ په وخت د ماسپښين تر ۳ بجو پورې وخت ټاکلی وو چې له الاقصی مسجد څخه ووځي.

دغه مسجد د مسلمانانو دریم مقدس ځای دی. د ضرب العجل تر تيريدو لږ وروسته حماس او نورو وسله والو ډلو، د بیت المقدس په ګډون د اسرائيل پر لور توغندي وار کړل.

د اسرائيل د پوځ ویاند وايي چې د دوشنبې په ورځ څه باندې ۲۰۰ توغندي د غزې له خوا توغول شوي چې د هغو څه باندې ۹۰ سلنه يې د اسرائيل دفاعي سیسم دفع کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې د حماس ډلې له خوا نقل قول نه دی کړی.