1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې د کرونا نوی ډول موندل شوی

۱۴۰۰ دی ۱۵, چهارشنبه

کرونا ویروس یو وار بیا وښودله چي له شرایطو سره سم د بدلون او مطابقت وړتیا لري. په فرانسه کي د دغه ویروس یو نوی ډول پیژندل سوی چي ښایي هم يې د واکسین په وړاندي مقاومت ډیر وي او هم د سرایت کولو لا ډیره وړتیا ولري. 

https://p.dw.com/p/45A1y
Mutierender Coronavirus, Symbolfoto Virus-Mutation
انځور: Christian Ohde/CHROMORANGE/picture alliance

د اومیکرون ډول پرته له کوم شک څخه د کرونا د ویروس وروستی ډول نه دی. د فرانسې کارپوهانو یو بل نوی ډول تشخیص کړی چي کیدای سي د لا ډیرو اندیښنو سبب وگرځي.

د IHU) Méditerranée Infection)  د انستیتوت کارپوهان په مارسې کي دغه ډول ته د B.1.640.2 یا IHU نوم ورکړی دی.

په دغه ډول باندي لومړنی اخته سوی کس د فرانسې په جنوب کې اوسي او له افریقایی هیواد کیمیرون څخه راستون سوی وو. په دغه نوي ډول باندي تر اوسه د مارسې د ښار په شاوخوا کي ۱۲ تنه اخته سوي دي.

په پروتين کې ډېر جنتيکي بدلونونه

د يوې څيړنې پر اساس چې لا ارزول سوې او خپره سوې نه ده، د B.1.640.2 دا ډول په پروتين کې په «غير معمولي ترکيب» کې ۴۶ جنيتکي بدلونو لري.

د نوې څېړنې په حواله د کرونا په دې نوې بڼه کې په پروتين کې لا دمخه پيژندل سوي د «اين ۵۰۱ وای» او «اي ۴۸۴ کې» ميوتیشن يا جنيتکي بدلونونه موندل شوي دي. د «اين ۵۰۱ وای» جنتيکي بدلون د مثال په توګه د کرونا په الفا بڼه کې هم تثبيت سوی وو او د دې زمينه برابروي چې عامل ځان ډېر ژر په انساني حجرو پورې ونښلوي او په دې توګه په آسانۍ سره بدن ته داخل شي.

 همدارنگه ویل سوي چي د N501Y ميوتيشن کولای سي د ويروس د سرایت کولو وړتیا زیاته کړي. له همدې کبله دغه ډول، هم د واکسین په وړاندي مقاوم دی او هم د لومړني ویروس په پرتله یې د سرایت کولو وړتیا ډیره ده.

د کرونا د ویروس  دغه نوی ډول د ۲۰۲۱ کال د دسمبر پر ۱۰ مه کشف سو خو تر اوسه یې په چټکۍ سره سرایت نه دی کړی. لکه څرنگه چي دغه ډول د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا مهم تشخیص سوی، نو باید په نورو هیوادونو کي هم وارزول سي.

په اسراییل کي د »فلورونا« لومړنۍ پیښه

په دې ترڅ کي په اسراییلو کي یوه ۳۱ کلنه امید واره ښځه په عین وخت کي په کرونا او گریپ دواړو ویروسونو باندي اخته سوې ده. دا په نړیواله کچه د  فلورونا لومړنۍ پیښه ده چي له انگلیسي لغت گریپ یا انفلوانزا او کرونا څخه ترکیب سوی لغت دی.

د اسرائيلو د روغتيا وزارت په حواله دغه میرمن واکسين نه وو لګولی او د ناروغۍ علایم یې هم شديد نه وو. په اسرائيلو کې په دې وروستيو کې د انفلونزا يوه سخته څپه خپره وه. ددغه هیواد د روغتیا وزارت اوس پر دغه ډول باندي پلټني کوي تر څو وگوري چي د فلورونا دغه ډول سختي ناروغۍ رامنځته کوي او که څنگه.

اسراییل په روان ژمي کي د گریپ ډیری سختي پیښې ثبت کړي دي. د "Times of Israel" په حواله  د ۲۰۲۱ م کال تر پای باید ۲۰۰۰ اخته سوي کسان روغتونونو ته انتقال سوي وای.

GP/BS/Dw.Farsi