افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو د وتلو اسانچارې کاري ډله جوړوي
۱۴۰۰ فروردین ۲۸, شنبهد افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د هندي بنسټ په نوښت د رایزنا ترنامه لاندې انلاین ناستې ته وویل، حکومت د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د یوې کارې ډلې پر جوړولو کار کوي.
«پردې هم کار کیږي چې مونږ یوه انتقال ته زمینه برابروو خو د افغان ځواکونو د تمویل څرنګوالی باید واضح وي، د امنیتي مسؤلیتونو د لیږد دغه بهیر به څنګه ترسره کیږي؟»
له ۲۰۱۴ کال وړاندې کله چې امریکا اعلان وکړ امنیتي مسؤلیتونه افغان ځواکونو ته سپاري، نو د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د امنیتي مسؤلیتونو د لېږد کمېسیون جوړ شو.
د چارو کتونکي وايي، د حکومت نوې کارې ډله به هم له بهرنیو سرتیرو افغان ځواکونو ته د مسؤلیتونو د لېږد دنده پرغاړه ولري.
ولسمشر غني د بهرنیو ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په تړاؤ، د هسپانیې د بهرنیو چارو له وزيرې سره هم غږېدلی. د آرګ یوې ویناپاڼې په دې اړه د ښاغلي غني له قوله لیکلي:
«له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو مهالوېش او د کټګورۍ د ترتیب او په دې اړه چې د دوی کوم تاسیسات او وسایل زموږ ځواکونو ته پاتې کېږي، باید خبرې وشي.»
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال یوه لویه ویره پرهغوی د بريدونو ده.
سره له دې چې طالبانو د دوحې په هوکړه لیک کې ژمنه کړې چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال به پرهغوی برېدونه نه کوي، خو د مۍ لومړۍ نیټې پرځای د سپټمبر تر ۱۱مې د ځواکونو د اېستلو برخه کې یې د بایډن اعلان د دوحې هوکړه لیک نقض بللی.
هغوی په خپله اعلامیه کې دا ګواښ هم کړی چې د بایډن په دې اعلان سره یې جنګیالیو ته د هرډول اقدام لاره پرانېستل شوه.
سیاسي شنونکي فضل الرحمن اوریا دویچه ویله ته وویل، که امریکا د خپلو سرتیرو د اېستلو په اړه په خپله کړې ژمنه ودریږي، نو د طالبانو ډله به ښايي پرې برېدونه ونه کړي.
«طالبانو ته په کار هم نه دي چې بهرني ځواکونه د وتلو پرمهال تر برېدونو لاندې راولي، باید پریږدي چې په مصؤن ډول له افغانستانه ووځي.»
هاخوا امریکا ویلي، که د ځواکونو د وتلو پرمهال پرې برید وشي دوی به هم ځواب ورکړي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي:
«د سرتېرو د وتلو پرمهال که پر ځواکونو هر ډول ترهګریز برید کېږي، نو له سخت او قوي ځواب سره به مخ شي.»
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د اپریل ۱۷مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو نیټې ځنډول د لوجستکي ستونزو له امله نه بلکې ستر لامل یې سیاسي دی.
حکمتیار د ځواکونو د اېستلو په برخه کې د امریکا پر نوې پریکړه هم شکمن دی.
«د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهال وېش بايد د یو شفاف څارنيز ميکانيزم له مخې ترسره شي، ځکه دا وېره شته چې امريکا يوځل بيا دغه وعده ماته کړي.»
دا څرګندونې داسې مهال دي چې امریکا تازه اعلان کړی چې د ځواکونو تر بشپړ وتلو وړاندې به یوشمېر تازه دم ځواکونو افغانستان ته ولیږي.
امریکایي چارواکو ویلي، دغه ځواکونه له افغانستانه په منظمه او خوندې توګه د ټولو سرتیرو اېستلو ته د زمینې برابرولو په موخه لیږل کیږي.
د چارواکو پروینا د افغانستان جغرافيي ته په کتو بهرني ځواکونه د وتلو پرمهال ښايي له ګواښونو سره مخامخ شي.
اسماعیل شاکر – کابل