1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: واکسين سوي کسان په ماسک اغوستلو مکلف نه دي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۴, جمعه

امریکا متحده ایالاتو د هغو کسانو له پاره چی په بشپړ ډول واکسین سوي ، د ماسک د اغوستو مکلفیت لیری کړ. ولسمشر بایدن په دغه هیواد کي له «یوې مهمي ورځي» څخه خبره وکړه.

https://p.dw.com/p/3tNOf
US Wahlen 2020 | Präsidentschaftswahlen in den USA - Joe Biden
انځور: Kevin Lamarque/Reuters

د امریکا ولسمشر جو بایدن د کرونا پاندیمۍ پر وړاندي مبارزه کي ددغه هیواد د صحي ادارې له خوا د واکسین سوو کسانو له پاره د ماسکونو د مکلفیت د له منځه وړلو له قانون څخه هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چي: «د کرونا پاندیمۍ پر وړاندي اوږدې مبارزه کي نن ورځ یوه لویه ورځ ده.»

بایدن خبرداری ورکړ چي د ماسکونو د ایسته کولو قانون د هغو کسانو له پاره مدار اعتبار نه دی چي په بشپړ ډول نه وي واکسین سوي.

نوموړي ادارې مخکي له دې داسي مقررات وړاندي کړي ول چي له مخي یې واکسین سوي کسان نه یوازي دا چي دباندي، بلکي په تړلو ځایونو کي هم مجبور نه دي ماسکونه واغوندي.

همدارنګه هغوی د ټولنیز واټن ساتلو ته هم نور مکلف نه دي. خو په هر ډول عامه ترانسپورت کي بیا ټول کسان مکلف دي چی ماسکونه واغوندي.

Symbolbild | USA | Coronavirus
انځور: Jeff Chiu/AP Photo/picture alliance

په امریکا کي ۴۵ سلنه کسان بشپړ واکسین سوي

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په حواله د جنورۍ له ۲۰ راهیسي چي دی د ولسمشر په توګه خپله دنده پرمخ بیايي، تر اوسه پوري په دغه هیواد کي د کرونا واکسین ۲۵۰ میلیون دوز تطبیق سوي دي.

د روغتیا ادارې په حواله په دې ترڅ کي په دغه هیواد کي له ۳۳۰ میلیونو انسانانو څخه په مجموعي ډول څه د پاسه ۱۱۷ کسان په بشپړ ډول واکسین سوي دي. په بالغو کسانو کي دغه رقم ۴۵ سلنه دی.

بایدن له نورو پاته امریکایانو څخه هم غوښتنه وکړه چي ځانونه واکسین کړي. هغه ټینګار وکړ: «زموږ کار لا پای ته نه دی رسیدلی، اوس هم ډېر امریکایان له لاسه ورکوو، دا ځکه چي لا ډېر داسي کسان لرو چي واکسین یې نه دی لګولی.«

بایدن خپل هدف داسي وټاکه چي د جولای تر څلورمي چي د امریکا متحده ایالاتو د خپلواکۍ ورځ ده، باید د ټولو بالغو کسانو ۷۰ سلنه واکسین سوي وي.

GP/NZ/DW.Online