آلمان کې يوه افغان فوټبالر ته د «کثيف افغان» خطاب شوی دی
۱۳۹۹ دی ۲۷, شنبهد اونيون برلین آلمانۍ لوبډلې روزونکي اورس فیشر د جمعې په ماښام د بونډس لیګا پر وړاندې د بایر لیورکوزن د لوبې تر پای وروسته د ممکنه تبعیضي څرګندونو په اړه د توضيحاتو د ورکولو ژمنه وکړه: «زه به د دې پوښتنه وکړم او هڅه به وکړو چې دا موضوع روښانه کړو.» نوموړي زیاته کړه: «که داسې وي، زه له دې امله بخښنه غواړم.»
مخکې تر دې د لیورکوزن د لوبډلې لوبغاړي یوناتن تاح، د اونيون برلين لوبډله پر نژادپرستۍ يا توکمپالنې تورنه کړې وه. هغه وویل: «د ندیم امیري اصل او توکم ته سپکاوی شوی دی. دا خبره په دې ميدان کې ځای نه لري. دا د دې ماښام تر ټولو خواشينونکې خبره وه.» نوموړي دا څرګندونې د DAZN په نوم له سپورتي کانال سره په مرکه کې کړي دي.
یوناتن تاح وویل چې د لوبې د ختمیدو تر شپيلۍ سمدستي وروسته د اونيون برلین د فوټبال ډلې له خوا ملي لوبغاړي امیري ته د «کثیف افغان» توهینونکي کلیمه وکارول شوه. تاح زیاته کړه: «زه هیله لرم چې دا عواقب ولري. طبيعي ده چې داسې څه بايد ونه شي.»
همدارنګه د لیورکوزن لوبډلې روزونکي پېتر بوسڅ واضح دریځ نیولی دی. هغه وویل: «داسې یو څه د فوټبال په ميدان کې هیڅکله، هیڅکله هم اجازه نه لري چې رامنځته شي.»