1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآلمان

په آلمان کې افغان فوټبالر ته د توهین د تورونو په اړه وضاحت

۱۳۹۹ بهمن ۲, پنجشنبه

تمه کیږي چې ژر به د آلمان د بایر لیور کوزن افغان لوبغاړي ندیم امیري ته د تیرې جمعې په ورځ د احتمالي تبعیضي چلند او توهین د تورونو په اړه وضاحت رامنځته شي.

https://p.dw.com/p/3oDpi
Rassismus-Vorwürfe beim Spiel von Union Berlin | Nadiem Amiri
انځور: Andreas Gora/dpa-Pool/dpa/picture alliance

د برلین اتحاد لوبډلې مشر اولیور روهنرت، د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د دوو مسلکي فوټبالرانو فلوریان هوبنر او سدرک تویشرت پر ضد د DFB د تحقیقاتو په اړه پر پریکړې حساب کوي او یا په بل عبارت پایلو ته یې منتظر دی.

هوبنر، د تیرې جمعې په ورځ د «بونډسلیګ- فوټبال» سیالیو په لړ کې د بایر لیورکوزن لوبډلې سره د یوې لوبې تر ختمیدو وروسته د دغې لوبډلې افغان لوبغاړي ندیم امیري سره په توکمیز چلند تورن دی.

د لیورکوزن د لوبډلې لوبغاړي یوناتن تاح، د DAZN سپورتي کانال ته د جمعې په ورځ تر دغې پریکړې وروسته په دې ارتباط ویلي وو چې «د ندیم امیري اصل او توکم ته سپکاوی شوی دی. دا خبره په دې ميدان کې ځای نه لري. دا د دې ماښام تر ټولو خواشينونکې خبره وه.»

یوناتن تاح زیاته کړې وه چې د لوبې د ختمیدو تر شپيلۍ سمدستي وروسته د اونيون برلین د فوټبال ډلې له خوا ملي لوبغاړي امیري ته د «کثیف افغان» توهینونکې کلیمه وکارول شوه. تاح زیاته کړه: «زه هیله لرم چې دا عواقب ولري. طبيعي ده چې داسې څه بايد ونه شي.»

د برلین اتحاد دغه تورونه رد کړي دي او تیر ماښام یې له لایبزک څخه تر لوبې وروسته د سکای شبکې ته وویل : «مونږ په دې حساب کوو چې دلته توهین شوی دی او همداسې دې ؤ ارزول شي.» روهنر زیاته کړه چې د متقابل لوری هم توهین شوی دی «دا چې د کنترول کمیټه دا څنګه ارزیابي کوي باید هغو ته وسپارل شي او یا باید ورزشي محکمې DFB ته وسپارل شي. زما په فکر سبا یا بل سبا به په دې اړه وضاحت رامنځته شي.»

مخکې تر دې د آلمان د فوټبال اتحادیي ویلي په دې هکله ویلي وو چې د یادې پیښې په هکله «تحقیقات پيچلي دي او یو څه دوام به وکړي».