1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوم خوراکي مواد باید خام وخوړل شي؟

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۴, جمعه

ټول خوراکي مواد بايد پوره پاخه نه شي. ځيني يې ضرور باید خام وخوړل شي، ځکه په پخېدو سره يې ډېر ګټور ويټامین له منځه ځي.

https://p.dw.com/p/3tPfa
Gemüse Symbolbild
انځور: Imago/Westend61

 

که څه هم د ځينو خوراکي موادو خوند او خوشبوي په پخولو سره زياتيږې، خو ثابته شوې چې په خام ډول يې خوړل د انسان بدن ته تر پخو زيات گټور دي.

د ریدرز دايجست د رپوټ له مخې، د ترکارۍ پخول په بیل بیل ډول لکه جوشول او سره کولو سره په کي شته ويټامينونه او معدني مواد له منځه ځي.

شین کرم، يو له دغه شان سابه وو څخه دی. دغه سابه د سولفورافان په نوم ډير انتي اکسیدان لري چې د سرطان او ديابت ۲، د زړه ناروغۍ، التهاب او خپګان په مخنیوي کې مرسته کوي. څيړنو ښودلې ده چې کله چې شین کرم خام خورو زموږ بدن سولفورافان ژر جذبوي.

پياز په ډيره اندازه د کوئرستين په نامه کيماوي ماده لري چې په سرطان د اخته کيدلو خطر کموي. د پيازو ډير پخول د دغه کیماوي مادې د کمښت سبب کيږې. پياز له هغه خوراکي موادو څخه دې چې د پلاکت ضد درملو خاصيت لري، د زړه او معدې هضمولو ناروغيو خطر کموي چې په ډير حرارت ورکولو سره د پيازو دغه خاصت کميږې.

اوږه هم په ډېر حرارت اخيستلو سره خپل ډير ګټور مواد له لاسه ورکوي. اوږي ته د شپږو دقیقو له پاره د ۳۹۲ فارنهایت درجې حرارت په ورکولو سره خپل پلاکت ضد خاصت له لاسه ورکوي.

هغه خوراکي مواد چې زموږ د بدن محافظتي سيستم پياوړی کوي، سور دلمه مرچ دې. سره دلمه مرچ ډير ويټامین سې لري چې د تودوخې په ورکولو سره په کي دغه مغزي ماده له منځه ځي.

کرم د ګلو کوزينولات په نوم د ترکیبونو لرونکې دې. دغه ترکيبونه کله چې د ميروسیناز له انزایم سره په تماس کې شي د ناروغۍ پر وړاندې مقابله کې په يو بل ډول ترکيب اوړي. خو څيړنې ښيې چې تودوخه ميروسيناز غيرې فعال کوي.

کيدای شي د ځينو کسانو له پاره دا حیرانونکې وې، خو تاسې کولی شئ لبلبو په خام ډول وخورئ. لبلبو د ډيرو سالمو مغزي ويټامينو، لکه کلسیم، پتاسیم او پروتینو درلودونکې دې. سره له دې پوخ شوی لبلبو خپله ۲۵ سلنه اوسپنه، نور ويټامين او معدني مواد له لاسه ورکوي.