هغه ښارونه چې امکان لري په نږدي راتلونکې کې تر اوبو لاندې شي
د ځمکې د تودوخې له ډېرښت سره کيدای شې تر۲۰۵۰م کال پورې ځيني ساحلي ښارونه له سيلابونو سره مخ شي. که تر دې مخکي سخت سيلاب په پيړۍ کې يو ځل راتلی، اوس کيدای شي هرکال دغه ناورين پر څو ښارونو باندي راشي. هغه کوم ښارونه دي؟
شانگهای (چین)
د امريکا د «اوبه او هوا مرکز» خپلواک علمي سازمان د څيړنو له مخې، په اوس وخت کې په چين کې ۹۳ ميليونه وګړي په داسی سیمو کې ژوند کوي چې امکان لري تر۲۰۵۰ کال پورې په سیلابونو او د اوبو کچې په لوړيدلو کې ښکيل شي. شانګهاي چې د چين ګڼ ميشته ښار دې د حفاظتي تجهيزاتو نه شتون له کبله کيداي شي سخت زيان ورته ورسیږې.
هانوي (ويتنام)
د امريکا د«اوبو او هوا مرکز» د معلوماتو له مخې په ويتنام کي ۳۱ ميليونه وګړي چې د دغه هيواد کابو يو پر څلورمه نفوس کيږي، په داسې سیمو کې ژوند کوي چې امکان لري تر۲۰۵۰م کال پورې لږ تر لږه په کال کي يو ځل د اوبو زياتيدلو يا سیلاب سره مخ شي. وړاندوينه کيږې چې په سمندرونو کي د کلنيو سيلابونو تر وخت پورې په خاصه توګه، په ګڼ ميشته مکونګ دلتا او د ويتنام پلازمینې شمالي هانوي باندي منفي اغيز وکړي.
کلکته (هند)
په هند کي امکان لري تر ۲۰۵۰م کاله پورې د ساحلي سيمو کابو ۳۶ ميليونه وګړي کيدای شي د کلنيو سيلابونو له خطر سره مخامخ شي. لويديځ بنګال، اوديسا او د کلکتي ختيځ ښار په دغه هيواد کې له زيان رسیدونکو سيمو څخه ګڼل کېږې. په دغه ښارونو کي د تدابيرو په نه شتون سره کيداي شي چې يوه ورځ دغه سیمې تر اوبو لاندې شی.
بانکوک (تایلند)
د تايلند په سلو کي تر لس زيات اوسیدونکي په داسې سیمو کي ژوند کوي چې امکان لري تر۲۰۵۰م کاله پورې تر اوبو لاندي شي. د تايلند پلازمطنه بانکوک چې په ۲۰۱۱م کال کې په دغه عکس کي ښيې، د اوبو له سطحې څخه يوازي ۵/ ۱ متره لوړوالې لري او تر اوبو لاندې کيدلو له سخت خطر سره مخ دی. د چاپيريال ساتني سازمان د ارزونې له مخې، کيداشي د دغه ښار۹۴ سلنه اوسیدونکي تر ۲۱۰۰م کال پورې کډه کيدلو ته مجبوره شي.
بصره (عراق)
د بصرې د چارواکو په حواله د عراق دويم ستر ښار بصره ډير زيات د ساحلي سیلابونو له خطر سره مخامخ دی او ممکنه ده چې ډيري برخې يې تر ۲۰۵۰م کاله پورې تر اوبو لاندې شي. کارپوهان وړاند وينه کوي چې د دغه حالت اغيز کولې شي د عراق په سرحدونو کي پراخ شي او د اوبو کچې د زياتيدو له کبله کيدای شي مهاجرتونه د سيمه ایزو سیاسي شخړو سبب شي.
اسکندریه (مصر)
د سيلاب خطر د نړۍ فرهنګي ميراث ګواښي. د سکندریې ښار ۲۰۰۰ کاله پخوا يې ستر سکندر بنسټ ايښی دی. د دغه پنځه ميليوني ښار ډيرې برخې د درياب له سطحې څخه لږ لوړوالی لري. د«ارث.اورګ» سازمان ارزونې ښيې چې د دغه ښار د اوبو کچې د لوړوالې پر وړاندې د اړينو تدابيرو پرته کيداي شي تر ۲۱۰۰م کال پورې د ښار ډيرې برخې تر اوبو لاندې شي.