په پاکستان کې د ککړې هوا له کبله پروازونه ځنډول شوي
۱۴۰۰ آذر ۴, پنجشنبهد پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند سیف الله، د آلمان خبري آژانس ته وويل چې په کراچۍ کې په هوا کې د غبار له کبله په لسونو پروازونه وځنډیدل چې په هغو کې د دوبۍ او استانبول پروازنه هم شامل ول.
د پاکستان دغه لوی بندري ښار چې شاوخوا ۲۰ ميليونه نفوس لري، چې د نړۍ په کچه د خرابې هوا درلودونکو ښارونو په نوملړ کې ځای لري.
دغه راز ويل شوي دي چې د پنجاب ایالت په مرکزي ښار لاهور کې د سخت غبار له کبله د لاهور او اسلام آباد تر منځ لويه لار هم د ترافيکو پر مخه وتړل شوه.
په پاکستان او هندوستان کې دغه ډول ککړه هوا په اکتوبر او نومبر مياشتو کې د لوګي او غبار د يو ځای کيدو له کبله رامنځ ته کيږي. د دې یو لامل دا ښودل کیږي چې په دغو میاشتو کې کروندګر د غنمو د ښې کرکيلې له پاره خپلې ځمکې آماده کوي چې د دې له پاره په خپلو ځمکو کې ارزه او اضافه بوټو ته اور اچوي.
د پنجاب حکومت ویاند، حسن خاورو ويل چې د دې ترڅنګ د لاهور ښار په اطرافو کې د خښتو بټۍ او د صنعتي کارخانو موجودیت يوه بله ستونزه ده چې د هوا په ککړتیا کې رول لري.
د هندوستان پلازمینه نوی ډيلی، د بنګله دیش پلازمينه ډاکه، د چين پیکینګ ښار، په افغانستان کې کابل او د ایران پلازمينه تهران د لسو ککړو هوا درلودونکو ښارونو په ډله کې دي.