د پاکستان په کراچۍ کې اور سل جونګړې سوځولي دي
۱۴۰۰ آبان ۲۹, شنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د نومبر میاشتې پر ۲۰مه) د پاکستان په کراچۍ ښار کې ځايي چارواکو وویل چې د دې ښار په یوه څنډه کې د بې وزله کورنیو په جونګړو کې اور لګیدلی چې له کبله یې ۱۰۰ دغه جونګړې سوځیدلي دي. د دې ښار د اور وژنې د څانګې چارواکو د پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې په دې پیښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
د کراچۍ ښار د اور وژنې په مرکزي اداره کې د عنایت الله په نامه یوه جګپوړي چارواکي وویل چې د اور دغه پیښه د لیاري سیند په اوږدو کې تر یوه ستر پله لاندې په جوړو شویو جونګړو کې لګیدلی دی. د اور لګیدنې تر پیښې وروسته سیمې ته د اور وژنې لس ستر موټر هم رسیدلي او اور وژونکي په دې وتوانیدل چې په څو ساعتونو کې اور مړ کړي. دغه چارواکي د اور لګیدنې د دلیل په هکله جزئیات نه دي ورکړي.
په پاکستان کې د ژمي په موسم کې د دغه سیمې اوسیدونکي د خپلو جونګړو د ګرمولو له پاره اور کاروي کوم چې چارواکي ورته د یوه احتمالي دلیل په سترګه ګوري.
تیر کال هم په همدې سیمه کې د اور لګیدنې له کبله لسګونه دغه راز جونګړې سوځیدلې وې. د دغې سیمې اوسیدونکي زیاتره شاقه او سخت کارونه کوي او یا هم په ښار کې خیرات ټولوي.
کراچۍ د پاکستان د سند ایالت مرکز دی او د ګڼه ګوڼې له کبله د پاکستان یو له سترو ښارونو شمیرل کیږي. په دغه ښار کې د لیاري سیند په غاړو کې زرګونه خلک په لاس جوړو کړو جونګړو کې ژوند کوي.
آ./ا.خ.ح./ا.ا.