1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا عربو ته اف ۳۵ او اسرائيلو ته سنګرماتونکی بم ورکول کيږي؟

۱۳۹۹ آبان ۱۰, شنبه

تر اماراتو وروسته، قطر او عربستان هم غواړي اف ۳۵ واخلي. د منځني ختيځ عربو هيوادونو باندې د دغو جنګي الوتکو خرڅلاو کيدای شي په منځني ختيځ کې د قواوو توازن له منځه يوسي. خو امريکا غواړي د اسرائيل د قوت برتري حفظ وي.

https://p.dw.com/p/3kgXA
USA Rüstungsexport l Lockheed Martin F-35 Tarnkappenjet
انځور: picture alliance/dpa/B. Pedersen

د امريکا دفاع وزير، مايک اسپر، له هند څخه د راستنيدو پر وخت د څو ساعتونو له پاره په تل ابیب کې توقف وکړ. هغه د پنجشنبې په ورځ د اسرائيل د توغندويز دفاعي سيستم «اوسپنيزه ګنبده» څخه ليدنه وکړه.

اسپر د خپل اسرائيلي سيال، بني ګانتس سره د ملاقات پر وخت د اف ۳۵ جنګي الوتکو د خرڅلاو او اسرائيل ته د لا ډیرو وسلو د سپارلو پر سر خبرې وکړې.

د اف ۳۵ جنګي الوتکو خرڅلاو، د اسرائيل او متحده عربي اماراتو تر منځ د مناسباتو د عادي کيدو د تړون یوه برخه ده. دا ډول پرمختللې جنګي الوتکې تر اوسه پورې يوازې اسرائيل درلودلي دي.

د امريکا د قوانينو پر اساس، دغه هيواد بايد په سيمه کې د پوځي قوت له لحاظه د اسرائيل برتري يا برلاسي تضمين کړي. په همدې دليل واشنګتن اړ دی چې په خپلو تسليحاتي معاملو کې د تل ابيب مصالح او عقايد په نظر کې ونیسي.

خو دغه موضوع د اسرائيل د صدراعظم او دفاع وزير تر منځ د يو اختلاف سبب واقع شوې وه. هغه دا چې نتنياهو پر عربي متحده اماراتو باندې د پرمختللو وسلو له خرڅلاو څخه خبر وو، خو د دفاع وزارت له نظر څخه دغه خبره پټه ساتل شوې وه.

د اسرائيلو پخواني جنرال، آموس ګلیاد رسنيو ته ويلي دي چې ستونزه يوازې د اماراتو نه ده، بلکې د پرمختللو وسلو د اخيستلو خبره د قطر او سعودي عربستان له خوا هم مطرح شوې ده.

U.S. Air Force F-35A Lightning II
دا ډول پرمختللې جنګي الوتکې (اف ۳۵) تر اوسه پورې يوازې اسرائيل درلودلي دي.انځور: picture-alliance/Zuma/US Air Force

د رويټرز خبري آژانس په حواله، قطر تر دې وړاندې امريکايي چارواکو ته د اف ۳۵ الوتکو د اخيستلو وړانديز وړاندې کړی وو.

اف ۳۵ الوتکې پر داسې تکنالوژۍ سمبال دي چې کولای شي د رادار له سیستم څخه ځان پټ‌ کړي او له دې نه علاوه د نورو جنګي الوتکو په پرتله څو برابره نور لوړ قابليتونه هم لري.

په تل ابيب کې د امريکا پخواني سفير، دانيل شاپیرو، نيوکه کړې چې د ترمپ حکومت د اف ۳۵ الوتکو په خرڅلاو سره د اسرائيلو پوځي برلاسي په خطر کې اچوي. هغه ويلي دي چې واشنګټن په دې برخه کې د اسرائيل پوځي کارپوهانو سره په کافي اندازه خبرې نه دي کړي.

د دې له پاره چې په سيمه کې د اسرائيل د پوځي قوت برتري په راتلونکې کې هم حفظ شوي وي، په حاضر وخت کې اسپر او ګانتيس، اسرائيل ته د لا ډيرو وسلو پر سپارلو خبرې کوي. ويل شوي دي چې واشنګټن د لا ډيرو چورلکو او رهبري شوو او هدف ويشتونکو وسلو پلور ته تیار دی. د اسرائيل او امريکا په مذاکراتو کې همدا ډول د سنګر ماتوونکو مافوق بمونو «بونکر باستر» پر سر هم خبرې شوي چې کولای شي د اټومي تاسيساتو پر ضد د ايران په غرونو کې وکارول شي.

په منځني ختيځ کې د پوځي تسليحاتو اړوند دغه نوې معاملې کيدای شي په دغې سيمه کې د يوې نوې پرمختللې تسليحاتي مسابقې پيل وي. دغه ډول سيالۍ، اسرائيل او عربي هيوادونو تر منځ د مناسباتو د عادي کيدو تر هر توافق وروسته رامنځ ته شوي دي. د بيلګه په توګه په ۱۹۷۹ کال کې د اسرائيل او مصر تر منځ د سولې تر توافق وروسته، قاهرې له واشنګټن څخه په لويه پیمانه پوځي مرستې تر لاسه کړې.

دویچه وله ف/م.ک.ص./م.ن.ص.

 د پر مختللو وسلو پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: