1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ د نوي مشر ټاکنه ولي مهمه ده؟

۱۴۰۱ آذر ۴, جمعه

پاکستان عاصم منير د خپل پوځ د نوي مشر په توګه وټاکه. په بحرانونو کي ډوب دغه هيواد د نوي پوځي مشر ټاکنه د پاکستان د پولو آخوا هم مهمه بلل کيږي. دا چي ولي دلته يې لوستلای شئ:

https://p.dw.com/p/4K5JD
Pakistan | General Syed Asim Muni
جنرال سيد عاصم منيرانځور: W.K. Yousufzai/AP/picture alliance

د رويټرز خبري آژانس د جبران ناير پشيمان هغه مطلب خپور کړی دی چي په پاکستان کي د نوي ټاکل شوي پوځي مشر او د پاکستان څخه دباندي د هغه د ټاکنې پر اهميت ليکل شوی دی. د پشيمان په وينا د پوځ اداره په پاکستان کي تر ټولو قوي اداره ده.

د هغه په وينا په دغه هيواد کي په داسي حال کي پوځ هميشه زيات قدرت لرلی دی، چي دغه هيواد يا خو هميشه په کوم بحران کي ګير وي او يا يو بحران ته ډېر نژدې وي. هغه ليکلي: «د عاصم منير ټاکنه ښايي د پاکستان د نازکي ديموکراسۍ پر راتلونکي لوی اغېز ولري او دا پرېکړه به هم وشي چي ايا پوځ د ګاونډي هيواد هند سره د اړیکو د بهتره کېدو اجازه ورکوي که نه.»

پاکستاني طالبان په ګواښونو سره باج اخلي

په پاکستان کي د پوځ رول او اغېز

د هند د ويش او د پاکستان د جوړېدو په تيرو ۷۵ کالو کي د دغه هيواد پوځ درې واري په مستقيمه توګه د هيواد واک په لاس کي اخيستی دی، او په ټوليزه توګه تر درو لسيزو زيات وخت کي حکومت کړی او درې ځله يې د هند سره جګړه کړې ده.

په پاکستان کي که حتی ملکي حکومت پر واک وي، نو د پاکستان پوځي جنرالان پر امنيتي موضوعاتو او خارجي چارو برلاسی اغېز او نفوذ لري.

عاصم منير څوک دی؟

عاصم منير د جنرل قمر جاويد باجوه ځای په داسي حال کي نيسي چي باجوه شپږ کاله پر دغه چوکۍ ناست ؤ. منير د پاکستان په داسي سيمو کي دنده لرلې ده، چي هغه د هند او چين سره جنجالي سيمي دي. هغه د پاکستان په مهم مالي مرسته کوونکي سعودي عربستان کي هم دنده لرلې ده.

منير د پاکستان د دوو مهمو او بانفوذو ادارو چي له آی ايس آی او ايم آی څخه عبارت دي، مشري کړې ده. هغه په ۲۰۱۷ م کال د ايم آی او بيا په ۲۰۱۸ م کال د آی ايس آی مشر تېر شوی دی. نوموړی صرف اته مياشتي د آی ايس آی مشر ؤ چي د هغه وخت د پاکستان د لومړي وزير عمران خان په غوښتنه له دغي دندي ليري کړل شو. د هغه د ليري کولو له پاره دليل نه ؤ وړاندي کړل شوی.

د پاکستان صدراعظم د پوځ نوی مشر ټاکي

ټاکنه يې ولي په نړيواله توګه اهميت لري؟

د پاکستان د پوځ مشر د خپل ګاونډي او اټومي قدرت هند سره د بحران په مديريت او په افغانستان کي د ممکنه ناامنۍ او نه ټيکاؤ د مديريت په ترڅ کي مهم رول لوبوي.

د نړۍ د نورو پلازمېنو تر څنګ بيجينګ د پاکستان د پوځ سره مستقيمي اړيکي لري. دا له دې کبله چي د چين او پاکستان مشترک دښمن هيواد هند سره سرحد او د خليج و تېل لرونکو هيوادونو ته د پاکستان سمندري لاري مهمي دي.

باندنيو هيوادونو په تکراري توګه د پاکستان د اټومي تاسيساتو پر امنيت اندېښنه ښودلې ده. په دغه تاسيساتو کي اوږد واټن ويشتونکي توغندي هم راځيږ دا وسلې په يو داسي هيواد کي موجودي دي چيري چي حکومت د نړيوال بانک قرضو ته اړ دی او د غربي هيوادونو او هند ضد مليشې او وسله والې ډلې پکښي فعاليت لري.

د پاکستان په پښتون او بلوڅ مېشته سيمو کي داخلي امنيت په دوامداره توګه يوه لويه ستونزه پاته ده. د ټولو ګواښونو باوجوده پاکستان او د دغه هيواد پوځ د بهرنيانو ټولې هغه اندېښنې بېځايه بولي چي د اټومي وسلو د امنيت سره تړلي دي.

پاکستان افغانستان سره د چمن دروازه بېرته پرانيستله

ولي يې ټاکنه په کور دننه کي مهمه ده؟

د پاکستان پر پوځ له زيات وخت راهيسي تورونه پوري کيږي چي په هيواد کي په ديموکراټيکو پروسو کي لاسوهنه کوي. د پاکستان له ۳۰ لومړي وزيرانو څخه ۱۹ يې ټاکل شوي ول. خو پکښي يو يې هم په دې نه دی توانېدلی چي خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي.

د پاکستان پوځ په نژدې وختونو کي دا ومنله چي په تيرو وختونو کي يې په سياست کي لاس درلود خو ژمنه يې کړې ده چي نور به پکښي مداخلت نه کوي. دا لا نه ده څرګنده چي ايا د پاکستان د پوځ نوی مشر به په پاکستان کي نوي ديموکراټيک تدريجي بدلون لامل شي که نه.

منير په داسي وخت کي د پوځ د مشرۍ دنده پرغاړه اخلي چي په هيواد کي د پخواني لومړي وزير عمران خان احتجاجي کامپاين ادامه لري. خان غواړي چي له ټاکلي وخت څخه تر مخه په دغه هيواد کي ټاکني تر سره شي. خو لومړی وزير شهباز شريف او ټلوالي يې دغه غوښتنه ردوي او وايي چي ټاکني به د پلان سره سم تر سره شي.

نوی پوځي مشر په احتمالي توګه په پاکستان کي د سياسي اوضاع د ارامولو په برخه کي رول لوبولای شي. هغه هم په داسي حال کي چي دغه هيواد تر سخت اقتصادي بحران تيريږي او ورته تاريخي سېلابونو زيات تاوانانو اړولي دي.

Pakistan Premierminister Imran Khan
عمران خان، جنرال قمرجاوِيد باجوه او پرويز خټکانځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د باجوه ميراث

باجوه هيڅه کوله چي د چين او امريکا متحده ايالاتو سره په اړيکو کي توازن وساتي. په داسي حال کي چي اسلام آباد د هغه په دوره کي بيجينګ ته لا ډېر نژدې شو، خو هغه د واشنګټن سره د اړيکو پر بهتره کولو خپلو هلو ځلو ته هم ادامه ورکړه.

هغه د مثال په توګه په ۲۰۲۱م کال په کابل کي د طالبانو د پر واک راتلو وروسته له امريکا متحده ايالاتو سره په انخلا او د خپلو پوځيانو او همکارانو په تخليه کي مرسته وکړه.

باجوه په اقتصادي موضوعاتو کي هم پوره دلچسپي اخيسته او دې ته يې پام کاوه چي په بوديجه کي د پاکستان پوځ ته په کافي اندازه برخه ورسيږي.

باجوه و بيجينګ او منځني ختيځ ته د دې له پاره سفرونه وکړل چي د پاکستان له پاره اقتصادي ملاتړ ترلاسه کړي. هغه نړيوال بانک څخه د قرضه اخيستلو په ترڅ کي په واشنګټن کي هم لابي وکړه. هغه آن د پوځ په مرکزي مقر کي د پاکستان جګپوړي صنعتکاران راوبلل او هغوی يې وهڅول چي دولت ته لا زياتي ماليې ورکړي.

د باجوه د کار په دوره کي د هند او پاکستان تر منځ په ۲۰۱۹ کال هوايي سرحدونو لانجه هم رامنځته شوه. خو هغه د لانجې د لا جدي کېدو د مخنيوي هڅه وکړه. د مثال په توګه کله چي د هند يو راکټ په غلطۍ کي د پاکستان په خاوره کي ولګېد.

د پاکستان د پوځ پخواني مشر باجوه د ۲۰۲۱ کال په پېل کي د کشمير پر سره لانجه باندي د نوي ډلي سره د اوربند غځول تائيد کړل.

خو په هيواد کې پر باجوه تورونه ول چي په سياست کي يې لاسوهنه کول او دا چي ګواکي په ۲۰۱۸ کال يې عمران خان واک ته راوست. خو عمران خان وروسته پر باجوه تور ولګاوه چي په ليري کولو کي يې لاس لاره.

ج.پ. رويټرز/ا.ا./ن.ز.