1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګوانتانامو پخواني زنداني پر کاناډا دعوا کړې او تاوان غواړي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۴, یکشنبه

د ګوانتانامو زندان یو پخوانی زنداني چې له محکمې پرته یې په دغه زندان کې ۱۴ کلونه تیر کړل او د ژوند د داستان په هکله یې یو مشهور فلم هم جوړ شوی وو، اوس د کاناډا پر حکومت دعوا کړې او د ۲۸ میلیونه ډالرو تاوان غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/4ALo4
Militärgefängnis I Guantanamo
انځور: T. McCoy/U.S. Navy/Getty Images

د ګوانتانامو یو پخوانی زنداني د خپل ځان د زنداني کیدو په پیښه کې د کاناډا حکومت د احتمالي نقش لرلو پر ضد دعوا کړې ده. د محمدو ولد صلاحي په نامه دغه ۵۱ کلن زنداني چې پرته له محکمې یې د ګوانتانامو په زندان کې ۱۴ کلونه تیر کړي ادعا لري چې کاناډايي چارواکو د نوموړي د نیول کیدو په هکله ناسم معلومات ورکړي.

د جمعې په ورځ په هغه دعوا کې چې د فرانسې خبري آژانس هم لیدلي، د ګوانتانامو دغه پخواني زنداني ویلي چې په ۱۹۹۹م کال کې نوموړی د کاناډا هیواد دايمی اقامه درلوده او دا چې کاناډايي چارواکو امریکا ته ناسم معلومات ورکړي چې له کبله یې هغه نیول شوی وو او د امریکا متحده ایالاتو د حکومت اړوند د ګوانتانامو زندان ته اچول شوی وو. د نوموړي په خبره، په دغه زندان کې هغه شکنجه شوی هم دی.

صلاحي د شکنجې د زغملو په بدل کې اوس په دغه دعوا کې د کاناډا له حکومت څخه د ۳۵ میلیونه کاناډايي ډالرو چې ۲۸ میلیونه امریکايي ډالر کیږي، د تاوان د ورکړې غوښتنه کړې ده. په دغه دعوا کې د صلاحي له قوله ویل شوي چې د بند په موده کې هغه په «فزیکي توګه وهل شوی، د خوب حق ترې اخیستل شوی، په جبري توګه په دواړو پښو درول شوی، لوړ آوازونه پرې اورول شوي، جنسي تجاوز پرې شوی، د وژلو تمثیل ورباندې تیر شوی دی. د هغه په خبره د بند په موده کې ورته د مرګ ګواښ شوی، مذهب ته یې سپکاوی شوی او دې ته ورته له نورو ربړونو هم تیر شوی دی.

Militärgefängnis I Guantanamo
انځور: Joe Raedle/Getty Images

د صلاحي وکیل په دغه شکایت لیک کې ویلي چې د کاناډايي چارواکو له لوري په جبري توګه له هغه څخه اقرار اخیستل د دې سبب شوي چې د صلاحي د بند موده وغځول شوي او له هغه سره بد چلند وشي. د نوموړي د وکیل په خبره، د کاناډايي چارواکو چلند د دې سبب شوی چې امریکايي چارواکي هم په ورته کارونو لاس پورې کړي.

دا هم په داسې حال کې ده چې د صلاحي د ژوند په هکله یو کتاب هم لیکل شوی چې خورا ډیر پلورل شوی او مختلفو ژبو ته ژباړل شوی دی. د نوموړي د کتاب شهرت د دې سبب شو چې د صلاحي د ژوند د داستان په هکله فلم هم تولید شي.

په ۲۰۰۱م کال کې پر امریکا متحده ایالاتو باندې د سپتمر ۱۱ تر بریدونو وروسته امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۹۹م کال کې په لاس انجلس کې د بمي چاودنې د ناکامې هڅې په قضیه کې پر صلاحي شک وکړ او هغه یې بیا وروسته په ۲۰۰۱م کال کې په افریقايي هیواد ماوریټانیا کې توقیف کړ. د معلوماتو له مخې تر نیول کیدو وروسته صلاحي په اردن او افغانستان کې هم په زندان کې ساتل شوی دی او بیا وروسته په ۲۰۰۲م کال کې ګوانتانامو زندان ته انتقال شوی وو. صلاحي په ګوانتانامو ۱۴ کلونه له محکمې پرته تیر کړل او بیا وروسته په ۲۰۱۶م کال له دغه زندان څخه آزاد شو.