1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
فوټبالاروپا

د اروپا جام: ایټالیا د ترکیې څخه د فټبال لومړۍ مسابقه وګټله

۱۴۰۰ خرداد ۲۲, شنبه

د یوه کال په ځنډ سره د ۲۰۲۱ کال اروپا جام سیالیو د فټبال لومړۍ مسابقه په ۳ پر صفر ګولونو سره ایټالیا د ترکیې څخه وګټله. د اروپا جام دغه مسابقه د ۱۶۰۰۰ تماشاچیانو په حضور کي پرون شپه په روم کی تر سره سوله.

https://p.dw.com/p/3unZF
Euro 2020 | Türkei - Italien | Gianluigi Donnarumma
انځور: Jonathan Moscrop/Newscom/picture alliance

د فټبال مسابقې تر نیمايي پوري دواړه خواوي مساوي پاته او هیڅ یوه ټیم هم مقابل طرف ته ګول ورنه کړ. تر تفریح وروسته په ۵۳ دقیقه کي د ترکيې بَیک، میهری دیمیرل پخپله خپلي خواته ګول ورکړ. په ۶۶  او ۷۹ دقیقه کي ایټالویانو ترکیې ته دوه نور ګولونه هم ورکړل.

Euro 2020 | Fans | Public Viewing
انځور: Matteo Nardone/picture alliance

که څه هم دواړو ټیمونو مسابقه ښه پر مخ وړله، خو ایټالیا په ډیر مهارت او پر ځان باندي متکي والي سره لوبه کوله. همدا د دې سبب هم سول، چي هغوی دوه ګولونه نور هم ولګوي او ترکیه هیڅ ګول ورنکړي.

د اروپا جام د فټبال په مسابقو کي د اروپا ۲۴ ټیمونه برخه لري او د همدې کال د جولای میاشتي تر ۱۱ پوري ادامه لري.