1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لیتوانیا کي مهاجر تر غیرانساني شرایطو لاندي ساتل کیږي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۷, شنبه

د «بې پولي ډاکټرانو سازمان» په لیتوانیا کي د پناه غوښتونکو د خپلسري نیونو د پای ته رسیدو او د هغوی د آزادیدو غوښتنه کړې. تر غیرانساني شرایطو لاندي ساتل سوي ډیری پناه غوښتونکي له عراق، سوریې، کامرون او افغانستان څخه دي.

https://p.dw.com/p/4Axsj
Litauen Belarus l Flüchtlingslager Rüdninkai
انځور: Abbas Alkhashali/DW

د «بې سرحده ډاکټرانو» په نامه مرستندویه سازمان د جمعې په ورځ په برلین کي انتقاد وکړ چي څه د پاسه ۲۵۰۰ هغه مهاجر چي له بلاروس څخه لیتوانیا ته داخل سوي، هلته تر غیرانساني شرایطو لاندي ساتل کیږي. ډیری دغه پناه غوښتونکي په ۲۰۲۱ کال کي په بلاروس کي، اروپایی ټولنې ته د رسیدو له پاره د هلو ځلو په ترڅ کي نیول سوي دي.

د نوموړي مرستندویه سازمان په وینا، له عراق، سوریې، کامیرون، افغانستان او نورو هیوادونو څخه راغلي پناه غوښتونکي ملاتړ ته اړتیا لري او نه زندان ته. دغه سازمان د لیتوانیا له حکومت څخه غوښتي تر څو د پناه غوښتني ټولي عریضې په عادلانه او چټک ډول بررسي کړي.

د «بې سرحده ډاکټرانو دسازمان» سیمه اییزه هم ږغې کوونکې ، جورجینا براون ویلي:« خلک د پناه غوښتني له عادلانه بهیر څخه برخمن نه دي او د هغو کسانو له پاره چي سخته رواني ضربه یې لیدلې او یا هم شکنجه او جنسي زورزیاتی یې تجربه کړی، هیڅ ډول تخصصي ملاتړ وجود نلري. سربیره پردې اوږدمهاله بندیگرت هم د هغوی پر روان خپل اغیز اچولی دی.»

د نوموړي مرستندویه سازمان د اطلاعاتو له مخي، د »بې سرحده ډاکټرانو سازمان« د لیتوانیا په هغو دوو تړلو کمپونو کي چي پناه غوښتونکي پکښي ساتل کیږي، طبي او رواني مرستي وړاندي کوي.

GP/NS/AG