1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا واکسین د حق امتیاز لغؤ کولو پرغوښتنه باندي شکونه

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۸, شنبه

د امریکا د حکومت لخوا د کرونا واکسین د امتیاز د حق لغوه کولو غوښتنه د اروپايي ټولني په سرمشریزه کي د شک سره مخامخ سوې. هغوی وايي که د واکسین د امتیاز حق لغؤ سي، نو دا به په نړۍ کي د واکسین د کمبود مشکل حل نه کړي.

https://p.dw.com/p/3t8gv
Portugal EU-Gipfel
انځور: Estela Silva/AP Photo/picture alliance

 

د تیري جمعې ورځي (د ۲۰۲۱ کال د می ۷مه) په ماښام د پرتګال په پورتو کي د اروپا د اتحادیې د ۲۷ غړو هیوادونو د سرمشریزي پر مهال که څه هم ځینو هیوادونو پردې موضوع باندي بحث کولو ته امادګي ښکاره کړه، خو د اتحادیې ټوله دولتي او حکومتي مشران په دې نظر وه، چي دواکسین د امتیاز حق لغؤ کول به په نړۍ کي د واکسین د کمبود مشکل حل نکړي.

د امریکا د جمهورریس جوبایدن حکومت تیره چهارشنبه زیګنال ورکړ، چي هغه د کرونا واکسین د امتیاز د حق لغؤ کولو ملاتړ کوي، تر څو پدې وسیله ډیر واکسين تولید سي. دغه پیشنهاد وروسته د اروپا د اتحادیې د ځینو غړو لخوا حمایه سو. خو د سرمشریزي تر شروع کیدو دمخه لا د هغه په مقابل کي شک او تردید ډیر سو.

د اروپايي ټولني د شورأ رئیسي، اورزولا فون دیر لاین د سرمشریزي تر شروع کیدو دمخه پرون ماښام وویل، چي د امتیاز د حق لغؤ کول به «نه په لنډ او نه هم متوسط وخت کي مشکل حل کړي او حتی یو واکسین به هم اضافه نسي.»

په خبره یې ضرور داده، چي هغه هیوادونه چي واکسین لري، هغه د نورو سره شریک کړي، صادرات یې محدود نکړي او د تولید د پراختیا په برخه کي یې سرمایه ګذاري وکړي.

د فرانسې جمهوررئیس، ایمانوییل ماکرون تاکید وکړ، چي که د واکسین تولیدولو لازمه پوهه موجوده نه وي، نو د امتیاز د حق لغوه کول ګټه نه رسوي. د دې خاطره په ټوله دنیا کي د واکسین د کمبود د مشکل «کیلي» پدې کي ده، چي هغه وویشل او نورو ته توزیع سی.

د جرمني حکومت حتی د سرمشریزي تر دایریدو دمخه په هم هغه جمعې ورځ باندي لا د امریکا د دې پیشنهاد په مقابل کي شک او تردید ښکاره کړ.

BG Impfkampagnen an abgelegenen Orten | Mexiko Nuevo Colonia
انځور: Ulises Ruiz/Getty Images/AFP

د جرمني د صحت عامې وزیر، یېنس شپان وویل، چي «اصلي خبره د امتیاز د حق ورکول نه ده، بلکه د تولید ظرفیت دی.»

شپان دې ته اشاره وکړه، چي مثلأ د موډرنو واکسیونونو لکه بیونتیک فایزر واکسین سړی نسي کولای یوازي د اجازې په ورکولو سره په اسانۍ سره بل ځای تولید کړي.

د فرانسې جمهوررئیس، ماکرون بیا پر امریکا باندي انتقاد وکړ، چي خپل واکسیونونه او د هغه اومه مواد نه غواړي نورو هیوادونو ته صادر او ورکړي. ماکرون اضافه کړه:« نن ورځ په امریکا کي تولیدیدونکي واکسیونونه  ۱۰۰ فیصده په امریکا کي پاتیږي او نورو ته نه ورکول کیږي.»

دا هم پداسي حال کي چي اروپا د کرونا په ملیونونو دوزه او پیچکارۍ نورو هیوادونو ته صادر کړي دي.

آ./م.ق./ا.ا.