1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديآسیا

«په افغانستان کي ټوله ښځي د تعقیب له خطر سره مخامخي دي»

۱۴۰۱ بهمن ۷, جمعه

د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتني آژانس د اټکلونو پر اساس په افغانستان کي ټوله ښځي او نجوني د طالبانو له خوا د تعقیب له خطر سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/4MmGM
Afghanistan | Winter in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

په مالټا هیواد کي مستقر دغه آژانس ویلي دي چي په همدې دلیل د دغه هیواد هره ښځه او نجلۍ اساسأ مستحقه ده چي د مهاجري په توګه یې د پناه غوښتنه ومنل سي.

د نوموړي آژانس اټکلونه په افغانستان کي پر وروستیو پرمختګونو باندي اتکا لري، چيري چي ښځو ته د کار او تعلیم امکانات ډیر سخت سوي او یا کاملاً پر بند سوي او نه هم په آزادانه توګه ګرځيدای او څه ويلای سي.

دغه رپوټ د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتني آژانس او دغي ټولني له غړيو هیوادونو سره په ګډه جوړ سوی دی. لکه څنګه چي د آژانس یوه ویاند پرون پنجشنبه د یوې پوښتني په جواب کي وویل، د اروپايي ټولني له غړيو هیوادونو څخه غواړي چي د هغوی د پناه غوښتني د ارزیابۍ پر وخت دغه رپوټ په نظر کي ونیسي.

آیا نوی هندی واکسين به ښځي د رحم له سرطانه وساتي؟

خو پردې سربیره په اتوماتیک ډول او یا کوم داسي مکلفیت موجود نه دی چي په اروپا کي دي د افغانستان څخه د ټولو ښځو د پناه غوښتنه ومنل سي. ویل کيږي، چي هر هیواد کولای سي انفرادي او د هر یوه پر قضیه باندي جلا تصمیم ونیسي.