1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کې په یوه کال تر ۲۵۰ زيات کسان میلیاردران شوي

۱۳۹۹ اسفند ۱۳, چهارشنبه

پر دې سربيره چې د کورنا ویروس د نړۍ اقتصاد ډېر زیانمن کړی دی، په چين کې میلیاردران ډېر شوي دي.

https://p.dw.com/p/3q8uo
China Peking | Zhong Shanshan Vorsitzender Nongfu Spring Co Ltd
انځور: Jiang Xin/HPIC/dpa/picture alliance

په ۲۰۲۰م کال کې د چین په میلیاردرانو کې ۲۵۳ نوي کسان زیات شوي چې د ټولو شمېر اوس ۹۲۲ کسانو ته رسیږي.

د هورون د کلني رپوټ پر بنسټ، په ۲۰۲۰م کال کې د ۲۵۳ نویو میلیاردرانو په ګډون په چین کې د هغو کسانو شمېر ۹۲۲ کسانو ته رسېدلی چې شتمني یې میلیاردونو ډالرو ته رسیږي.

د هورون په رپوټ کې راغلي دي چې امریکا د ۶۹۶ میلیاردرانو په لرلو سره دوهم ځای لري او هندوستان چې ۱۷۷ میلیاردران  لري په نړۍ کې دریم ځای لري.

د هورون رپوټ وایي چې د يوه شرکت بنسټگر «ژنګ شانشان» په ۲۰۲۰م کال کې د چین تر ټولو شتمن کس شو.

د هغه شتمني او د ونډو په بازار کي د هغه ونډه ۸۵ میلیارده ډالره اټکل شوې ده. د بیجینګ وانتای واکسين جوړولو شرکت يوه برخه هم د هغه ده.

Headquarters of Ant Group in Hangzhou
انځور: picture alliance/dpa

د هورون د کلني نوملړ له مخې د چين دويم او دريم شتمن کس پوني ما د تِنسِت په نوم ستر انټرنټي شرکت مشر او ژانګ یامینګ د بایت دانس او ټیک ټاک مشر، دي.

د علي بابا شرکت مشر جک ما د چین څلورم میلیاردر بلل شوی دی. که په ۲۰۲۰م کال کې د چین حکومت د ونډو په بازار کې د دغه شرکت ونډه نه وای منع کړې، کدای شوای دغه شرکت به اوس په نړۍ کې ستر شرکت وای.

د چین د رسمي سرچینو پر بنسټ، دغه هیواد په پراخه کچه کرونا کنټرول کړې او يوازينی هیواد دی چې په ۲۰۲۰م کال کې یې اقتصاد د پام وړ وده کړې ده.

»هورون راپور« له ۲۰۱۲م کال راهيسي هر کال د چین د شتمنو کسانو نوملړ خپروي.