1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي دوه ډوله حشرې د خوراک په توګه تائيد شوې

۱۴۰۱ بهمن ۶, پنجشنبه

په خورکي مينو کې د غوښې پر ځای د حشراتو شاملول ښايي د ګلخانه یي ګازونو د افرازاتو کچه راټيټه او د ځيني ډولونو له منځه تلل ورو کړي خو د حشراتو خوړولو ته به د خلکو هڅول ستونزمن کار وي.

https://p.dw.com/p/4Mix3
Insekten als Nahrung | Mehlwürmer
انځور: Vit Simanek/CTK/dpa/picture alliance

کوچني چینجې يا د ګونګټو د يوه ډول لاروا او چرچرکان به دریمې او څلورمې حشرې وې چې په اروپایي ټولنه کې د خوړو په توګه وپلورل شي. په دغه لیست کې د خوراکي حشراتو زیاتولو لپاره اته ډوله نورې حشرې د تایید لپاره وړاندیز شوي دي. اروپایي ټولنې د سه شنبې په ورځ د دغه خوراکي چینجې د پوډر، منجمد خوړو، مایع او وچ ډولونو په بڼه د پلورلو لپاره شین څراغ ښودلی دی. چرچرکان به د بې غوړ پوډر په بڼه هم ترلاسه کېدای شي.

ډېرو اروپايانو ته هم د حشراتو او خزندو خوړلو فکر ډېر جالب او د غوښتنې وړ نه دی. خو په اوسني وخت کې حشرات د نړۍ په لوکسو رسټورانټونو کې د خوندورو خواړه له ډلې څخه دي او د صحي او عادي خواړو په توګه یې خوړل له مکسیکو څخه تر تایلینډ پورې په ډیریو هیوادونو کې عام شوي دي. دې حشراتو هم د ساینس پوهانو او هغو کسانو پام ځانته وراړولی چې د ځمکې کورې مخ په ډیریدونکي نفوس د خوراک په برخه کې فعالیت کوي.

د غوښې د مصرف له امله ګلخانه یي ګازونه یوه «ستره ننګونه» ده

د خوراکي توکو ککړونکی صنعت د نړۍ د تودوخې د څلورمې برخې لپاره مسؤول بلل کیږي او د خوړو صنعت د ګلخانه یي ګازونو ډیره برخه د غوښې او لبنیاتو د تولید له امله رامنځته کوي. غواګانې او پسونه د میتان ګاز تولیدوي او بزګران د خپلو څارویو د تغذیه کولو لپاره واښه او سویا کرلو لپاره ځنګلونه له منځه وړي. د دغو واښو او سویا درې پر څلورمه برخه د څارویو د تغذیې لپاره کارول کیږي. په داسې مهال چې سره شوي چرچرکان او د لارواګانو او چینجیو سلاد د غوښې د سټیک او همبرګر ځای ونیسي، کولای شي د اقلیم په بدلون کې تر یوې کچې د ځینو انقراضونو مخه هم ونیسي. په امرېکا کې د نړیوالو سرچینو په انسټیټوټ کې د خوراکي توکو د پروګرام تکنالوژیکي رئیس ټیم سیرچینګر وویل: «د څارویو خوراکي توکو د تقاضا لپاره مقابله یوه لویه ننګونه ده.» هغه زیاتوي: «موږ باید نږدې هره ممکنه حل لاره ولټوو.» 

د سویس یوه اداره: حشرې وخورئ او صحتمند شئ

څوک به د حشراتو خوړلو ته نه اړ باسل کیږي

د اورپایي کمیسیون د پرېکړې له مخې د دوو حشرو د انساني خوړو په توګه تاییدول دا په ګوته کوي چې دا د خوراکي رژیم د بدلولو لپاره یوه هڅه ده. که څه هم دې کمیسیون ویلي چې د حشراتو مصرف «پر چاپېریال، روغتیا او اقتصاد باندې مثبت اغیز لري.له بل اړخه، دا نوې قاعده روښانه کوي چې د ګونګټي لارواګانې او چرچرکان د هغو کسانو لپاره ګټور دي چې الرژي نه لري. زياته شوې هغه خواړه چې حشرات ولري باید د پیژندلو لپاره ورباندې لیبل ولګول شي. اروپایي کمیسیون تېره اونۍ په یوه ټویټ کې ویلي: «هیڅوک به مجبور نه وي چې حشرات وخوري.» دا اقدام کولای شي د هغو خوراکي رژیمونو لپاره یو بدلون وي چې د چاپېریال لپاره ډېر زیان نه اړوي.

Japan Insekten als Nahrungsmittel
انځور: AFLO/imago images

د بېلګې په توګه په آلمان کې د دې هېواد شاوخوا نیمايي نفوس په پام کې لري چې د غوښې مصرف کم کړي، په داسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې خلک د غوا غوښې پر ځای زیاتې داسې غوښې کاروي چې د هوا د ککړتیا د کموالي لامل کېږي، لکه د چرګ غوښه. د حشراتو پروټین په ځانګړې توګه د پروسس شوي خواړو په ساحه کې یو ارزانه بدیل کیدای شي. د حشراتو وچ وزن له ۳۵ څخه تر ۶۰ سلنې پورې پروټین لري. د حشراتو د بدن ښکته برخه د ډیرو نباتاتو په پرتله ډیر پروټین لري او د بدن پورتنۍ برخه یې د غوښې او هګیو په پرتله ډیر پروټین لري. همدارنګه، دا حشرات په چټکۍ سره خپل نسل زیاتوي او په لنډ وخت کې وزن ترلاسه کوي.

د حشراتو د خوړلو په برخه کې د چاپیریال د زیانونو په اړه ډېرې کمې څیړنې ترسره شوي. په ۲۰۲۱ کال کې د ژوند دورې ارزونې په نوم څېړنې وموندله چې د خوړو وړ له ژېړو چینجیانو څخه ترلاسه شوي پروټین له چرګانو څخه د ترلاسه شوي پروټین په پرتله۷۰ سلنه  لږې ځمکې ته اړتیا لري او د چرګانو د غوښې څخه ترلاسه شوي پروټین په پرتله ۲۳ سلنه لږ ګلخانه یي ګازونه افرازوي.

ب.ص/م.ا