1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې او سوریې زلزله ځپلو ته د ۷ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه

۱۴۰۲ فروردین ۱, سه‌شنبه

په بروکسل کې له زلزله ځپلو سره د مرستو راټولو په کنفرانس کې د اروپايي اتحادیي کمیسیون مشرې د ترکیې د بیارغونې له پاره د یو میلیارد یورو مرستې اعلان وکړ. ټاکل شوې ده چې نورې ۱۰۸ میلیونه یورو د سوریې له پاره ځانگړې شي.

https://p.dw.com/p/4P1E3
Belgien Geberkonferenz nach Erdbeben in der Türkei und Syrien
انځور: Virginia Mayo/AP/dpa/picture alliance

د سویډن لومړي وزیر اولف کریسترسون، د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د مرسته کوونکو تر کنفرانس وروسته ویلي دي چې نړیوالې ټولنې د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره د ۷ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

زمونږ د یوټیوب له شبکې سره یوځای شئ:

نوموړي ویلي دي چې په دې کنفرانس کې د توقع برخلاف د ډیرو مرستو ژمنه شوې ده: «کله چې یوه تراژدي پيښیږي یوازی یوه حل لاره پاتې کیږي او هغه پيوستون دی».

په پيرو او اکوادو کې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

المان اعلان کړی دی چې په دواړو هیوادونو کې له زلزله ځپلو سره خپلې اوسنۍ مرستې شاوخوا ۲۴۰ میلیونه یورو یعنې تر دوه برابرو هم زیاتوي.

د اروپايي کمیسیون د مشرې اورزولا فون دیر لاین د معلوماتو په اساس اروپايي اتحادیه له یو میلیارد یورو سره د ترکیې د زلزله ځپلو سیمو په بیارغونې کې مرسته کوي. په جگړه ځپلې هیواد سوریې کې د بشري او بیارغونې د مرستو په خاطر ټاکل شوې ده چې ۱۰۸ میلیونه یورو نورې ځانکړې شي.

آلمان له زلزله ځپلو سيمو سره خپلي مرستي دوه برابره کړې

د فیبرورۍ په ۶ نیټه دوو شدیدو زلزلو د ترکیې سویل ختیځ او د سوریې شمال ولړزاوه. په مجموع کې په دواړو هیوادونو کې نږدې ۵۷ زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په میلیونونو نور بې کوره شول. له همدې امله فون دیر لاین له کرسترسون سره یوځای د مرسته کوونکو دغه کنفرانس دایر کړ.

اروپایي اتحادیې او غړو هیوادونو د زلزلې تر پيښیدو سمدستي وروسته سیمې ته ژغورونکي ځواکونه، کشفي سپي او وسایل واستول او د مالي مرستو ژمنه یې وکړه. 

فون دیر لاین ویلي دي: «مونږ باید خپلو مرستو ته دوام ورکړو او له ژغورل شوو سره یوازې د ژوندي پاتې کیدو په خاطر نه، بلکې د هغوي د ژوند بیا جوړولو له پاره مرسته وکړو.»

نوموړې ټینگار کړی دی چې کورونه، ښوونځي او روغتونونه باید د زلزلې په مقابل کې په معیاري ډول جوړ شي. د کارپوهانو په باور د ودانیو په جوړولو کې د معیاري ستنداردونو د نه مراعاتیدو له کبله د زلزلې د قربانیانو شمیر لوړ و.

زمونږ د فیسبوک له شبکې سره یوځای شئ:

سربیره پر دې د اوبو رسونې او فاضلاب سیستم ترڅنگ باید نور زیربناوې ترمیم او ورغول شي. له زلزلې تر شپږو اونیو تیریدو وروسته هم په ډیرو سیمو کې دغه سیستمونه د استفادې وړ نه دي.

د ترکیې د ولسمشر په خبره یوازې په ترکیه کې د زلزلې د قربانیانو شمیر تر ۵۰ زرو لوړ و. د سوریې د بشري حقونو سازمان په حواله د دغه هیواد په زلزله کې شاوخوا ۶۸۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ملګري ملتونه: د زلزلې د مړو شمېر ښايي ۵۰ زرو ته لوړ شي

دا چې په سوریې کې د بشارالاسد حکومت د دغه هیواد وکړي په وحشیانه ډول سرکوبه کوي، نو اروپايي اتحادیه د دې هیواد له حکومت سره د بیارغونې په برخه کې مرسته نه کوي، بلکې خپلې مالي مرستې یي د بشر دوستانه او ضروري بیارغونې لکه د اوبو رسونې د پايپونو جوړولو تر ساحې پورې محدود کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص