1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلزلې یونان او د ترکیې لویدیځ لړزولی دی

۱۳۹۹ آبان ۹, جمعه

د ترکیې له ازمیر څخه خپرو شوو انځورونو کې لیدل کیږي چې ودانۍ ویجاړې شوي دي. دا زلزله همدارنګه د یونان په ساموس ټاپو کې د یوه کوچني سونامې د جاري کیدو سبب هم شوې ده. د زلزلې شدت د ریشتر په مقیاس ۶،۶ ښودل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3kf8B
Türkei Izmir | Erdbeben Stärke 6,6 erschüttert Ägäis-Küste
انځور: Mehmet E. Menguarslan/AA/picture alliance

د سیمه ایز وخت مطابق د جمعې په ورځ د ماسپښين په شاوخوا ۳ بجو د ریشتر په حساب د ۶،۶ درجې زلزلې د ترکیې په لویدیځ کې د ازمیر ښار لړزولی دی. د ترکيې د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې اعلان کړی دی چې د بایر اکلي او بورنووا په سیمو کې پنځه لوړپوړې ودانۍ نړیدلي دي.

د ترکیې حکومتي تلویزون اعلان کړی دی چې د دې زلزلې مرکز په ازمیر کې د سرحدي پولي د صفري نقطې په ۱۶،۵ کیلومتره ژوروالي کې وو. د رسمي شمیرو له مخې تر اوسه پورې د ۴ تنو د وژل کیدو او ۱۲۰ تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپل تویتر کې لیکلي دي چې ژغورونکو ډلو په اغیزمنو شویو سیمو کې فعالیت پیل کړی دی.

د ترکیې په حکومتي تلویزون کې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د بورنووا په ښار کې ودانې نړیدلي دي. په دغو ویډیوګانو کې د پيښې له ځای څخه خلک د تیښتې په حالت کې او تخریب شوي موټرې هم لیدل کیږي.

په ځنو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د سیمې خلک د ژغورونکي عملې سره مرستې ته راغلي دي او په یوه دولس پوړیزې ودانۍ کې د خلکو په ژغورنې اخته دي.

دغې زلزلې د یونان په ساموس ټاپو کې هم ودانۍ اغیزمنې کړي دي. د دواړو هیوادونو چارواکو ویلي دي چې تر دې زلزلې وروسته اماده دي یوه بل سره همکاري وکړي.