1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د جوبايدن د تحلیف په ورځ له سپينې ماڼۍ وځي

۱۳۹۹ دی ۲۷, شنبه

د امريکايي رسنيو په حواله، دونالد ترمپ په پام کې لري چې د امريکا د نوي ولسمشر، جو بايدن د تحليف مراسمو په ورځ به واشنګتن پريږدي. ترمپ به په قوي احتمال، په فلوريدا کې خپل شخصي استوګنځای ته ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/3o0nd
USA Präsident Donald Trump
انځور: Tom Brenner/REUTERS

امریکايي رسنيو رپوټ ورکړی چې دونالد ترمپ په پام کې لري، سپينه ماڼۍ د خپل ځای ناستي، جو بایدن د تحلیف د ورځې په سهار د يو لړ تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې پريږدي.

د واشنګتن پست ورځپاڼې او د فرانسې او رويټرز خبري آژانسونو د رپوټونو پر اساس، ترمپ په پام کې لري په واشنګتن کې د اندروز هوايي اډې له طریقه خپل شخصي استوګنځای ته چې د فلوريدا ایالت په مارئه لاګو کې دی، ولاړ شي.

په سپينې ماڼۍ کې د سي ان ان شبکې خبريال، جیم آکوستا، هم پر ټويټر ليکلي دي چې ترمپ به له سپينې ماڼۍ سره مخه ښه، د جنورۍ په ۲۰مه، سهار وکړي. په پام کې ده چې نوی ولسمشر، جو بایدن هم په همدې ورځ خپل د تحلیف مراسم ترسره کړي.

آکوستا په خپل پيغام کې ليکلي چې د ترمپ د خدای په امانۍ مراسم به په سره فرش د يو لړ ځانګړو پوځي تشريفاتي مراسمو په لړ کې ترسره شي.

رويټرز د باخبره سرچينو په حواله ليکي چې د ترمپ سلاکارانو وړاندې هڅه کړې وه تر څو ترمپ دې ته قانع کړي چې د تحلیف له مراسمو څخه مخکې له جو بايدن سره په سپينه ماڼۍ کې وګوري او ښه راغلاست ورته ووايي، خو ترمپ دغه وړانديز رد کړی دی.

ترمپ د جنوري مياشتې په لومړيو کې ويلي وو چې د بایدن د تحلیف په مراسمو کې به ګډون ونه کړي. په دغه ډول مراسمو کې د پخواني ولسمشر ګډون یوه سنتي مسئله ده چې تر اوسه تقريبا تل ترسره شوې ده.

البته د جو بایدن د تحلیف په مراسمو کې د دونالد ترمپ حضور الزامي نه دی، او جو بايدن هم دغې مسئلې ته ظاهرا اهمیت نه دی ورکړی. د جو بایدن ویاندې، جن ساکي، تر دې مخکې ويلي ول چې «د تحلیف په مراسمو کې د ترمپ حضور، په هيڅ صورت کې د جو بايدن د لسو لومړيتوبونو په ډله کې نه راځي.»

دويچه وله ف/م.ک.ص./م.ن.ص.