1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلوید- محکمه: پولیس مجرم وپیژندل سو

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

د تورپوستي امریکايي جورج فلوید د وژني په هکله محکمه کي، سپین پوستی پخوانی پولیس دیریک چاووین، په ټولو لګول سوو تورونو کي مسؤل وپیژندل سو. د هغه د سزا ډول به په راتلونکو څو اونیو کي وټاکل سي.

https://p.dw.com/p/3sJvf
Murder trial of former Minneapolis police officer Derek Chauvin
انځور: via REUTERS

د جورج فلوید تر وژني څه ناڅه یو کال وروسته محکمې خپله پریکړه اعلان کړه. قاضیانو د تورپوستي امریکايي جورج فلوید د وژلو په هکله محکمه کي سپین پوستی پخوانی پولیس دیریک چاووین، په ټولو درو لګول سوو تورونو کي مسؤل وپیژاند. تر ټولو جدي تور یې پرته له کومه قصده دوهمه درجه قتل وو. دغه خبره قاضي پیتر کاهیل د امریکا د میني سوتا د ایالت د میناپولیس د محکمې په مخکي وکړه.

په دې ډول چاووین به له اوږدې مودې بند له سزا سره مخامخ سي. د چاووین مدافع وکیل لا وکولای سول ددغه حکم په وړاندي اقامه دعوی هم وکړي.

۴۶ کلن جورج فلوید، د تیر کال په می میاشت کي په میناپولیس کي د نیولو پر وخت ووژل سو. په یوه ویډیو کي ښکاري چي څرنګه پولیس نوموړی بې وسلې کس پر مځکه پرې ایستلی او خپل ځنګون د هغه پر غاړه نهه دقیقې په داسي حال کي کښیکاږي چي فلوید ورته د سااخیستلو زارۍ کوي. فلوید بلاخره بې هوښه کیږي او وروسته خپل ژوند له لاسه ورکوي. چارواکو هغه له دې کبله نیولی وو چي په جعلي ۲۰ ډالره نوټ یې سودا اخیستې وه.

د فلوید وژني د کرونا پاندیمي پر وخت په امریکا متحده ایالاتو کي د راسیزم او پولیسو د زورزیاتي پر وړاندي د مظاهرو داسي لویه څپه راوپاروله چي له لسیزو راهیسي یې ساری نه درلود. حتی د امریکا ولسمشر جوبایدن لا د سې شنبې په ورځ وویل، هیله لري چي محکمه یوه عادلانه پریکړه وکړي.

USA I Prozess um den Tod von George Floyd steht vor dem Abschluss
موږ وگټل!انځور: Carlos Barria/REUTERS

د قاتل د تبرئې او یا هم بندیګرت د لږي مودې سزا په صورت به نوي مظاهرې رامنځته سوي وای. د دغه حکم تر اعلان مخکي لا د "Black Lives Matter" د پاڅون په سونو فعالین د میناپولیس په مرکز کي د محکمې ودانۍ مخي ته چي سخته تر څارني لاندي هم وه، راټول سوي ول.

د حکم تر اعلان وروسته ددغي محکمې مخي ته د هرکلي نارې پورته سوې. حاضرینو د نورو ترڅنګ شعار ورکاوه چي «موږ وګټل». هغوی همدارنګه د جورج فلوید نوم هم یاداوه.

د امریکا ولسمشر جو بایدن د محکمې له دغه حکم څخه خپل رضایت څرګند کړ او د جورج فلوید کورنۍ ته یې د تلیفون له لاري وویل: «دا واقعاً ډیره مهمه ده. هیڅوک به ستاسي ورور او یا هم پلار بیرته در نه کړي خو دا به په امریکا کي د عدالت پر لوري یو ستر ګام وي».

د ولسمشر مرستیالي کامیلا هاریس په تلیفون کي «په امریکا کي د عدالت له ورځي» څخه خبري وکړې.

بایدن همدارنګه د راسیزم او پولیسو له خوا تشدد په وړاندي د لازیاتي مبارزې غوښتنه وکړه او وې ویل چي اوس ددې وخت رارسیدلی چي موږ امریکایان سره یو سو.

GP/NZ/DW.Online