1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د ژور خپګان لامل څه شی دی؟

۱۴۰۱ مرداد ۱۵, شنبه

په مغز کې د سیرټونین ټیټه کچه معمولا د خپګان لامل کیږي. مګر ساینس ښیې چې مغزي پیغام رسونکی په دې کار کې رول نه لوبوي.نو بیا دا څنګه تر سره کیږې؟

https://p.dw.com/p/4FDB1
Symbolbild Depressionen
انځور: Fredrik Sandberg/TT/IMAGO

تاسو شاید د خپګان د کیمیاوي عدم توازن تیوري په اړه اوریدلي وي. دا وايي چې خپګان په مغز کې د مغزي پیغام رسونکی سیروټونین د ټیټې کچې له امله رامینځته کیږي چې د ۵  ایچ ټي  په نوم هم پیژندل کیږي.

دا تیوري د ۱۹۶۰ لسیزې څخه سرچینه اخلي، دا هغه مهال دی چې ډاکټرانو د اپرونوزیډ درمل په دې موخې کارول چې ګواکې په دماغ کې د سیروټونین غلظت زیاتوي.

سیروټونین په خپګان کې دخیل ندي

دغې څیړنې ته یوه بیاکتنه پر مخ روانه ده او دې پایلې ته رسیدلي چې "هیڅ روښانه شواهد شتون نلري" چې د سیرټونین ټیټه کچه د خپګان لامل کیږي.

یوې څیړنې چې د ۳۶۱ ګډ بیاکتنې ساینسي مطالعاتو څخه شواهد راټول کړې، په وینه کې یې د خپګان او سیروټونین کچې ترمنځ هیڅ اړیکه ونه موندله. په ورته ډول، د دې تر شا څیړونکو د خپګان لرونکي خلکو په مغز کې د سیروټونین اخیستونکي او انتقالونکي  هیڅ توپیر د خپګان پرته د خلکو دماغونو په پرتله ندی موندلی

د رواني ناروغیو مشاور او څیړونکی مایکل بلوم فیلډ وايي: "خپګان ډیری بیلابیلې نښې لري، او زه فکر نه کوم چې ما د کوم جدي ساینس پوه یا رواني ډاکټر سره لیدلي وې چې فکر کوي ټول خپګان د سیروټونین د ساده کیمیاوي عدم توازن له امله رامنځته کیږي."

که څه هم متخصصین حیران نه وو چې خپګان یوازې د سیروټونین ټیټ کچې له امله نه را مینځته کیږې، خو ځینې بیا د دې پایلې سره هم موافق نه و چې  ګواکې سیروټونین په خپګان کې هیڅ رول نلري.

د خپګان لامل څه شی دی؟

لکه څنګه چې نوې څیړنه ادعا کوي، سیروټونین د خپګان سره تړاو نلري، نو بیا د دې لامل څه دی؟

د میټا مطالعه هیڅ بدیل توضیح نه وړاندې کوي، مګر څیړونکې وايي چې خپګان یو پیچلی حالت دی او ډیر لاملونه لري.

د مثال په توګه د ژوند منفي پیښې او دا چې  موږ څنګه ورسره معامله کوو، په خپګان باندې خورا لوی اغیزه لري.

د آلمان په مونیخ ښار کې د رواني ناروغیو لپاره د میکس پلانک انستیتوت د رواني ناروغیو ډاکټر، پاتریشیا فونسیکا، دویچه ویله ته وویل: «د ژوند پیښې په خپګان باندې ډیره اغیزه لري. "مګر یو مهم حقیقت دا هم دی چې د جنیتکي فکتورونو نفوذ لرونکې کسان باندې د ژوند دردونکي پیښې کولی شي د هغوی د ژور خپګان لامل وګرځې ."

د ډیپریشن یا ژور خپګان  ضد درملو مخلوط تاثیر سره، ساینس پوهان لیواله دي چې د خپګان درملنې لپاره نوې لارې وپیژني.

خو ددوی وروستۍ  څیړنې وموندلې چې د ژور خپګان په درملنې کې کیتامین او psilocybin مشروم خپلې ګټې ښولې دي. . یوې وروستۍ مطالعې وموندله چې psilocybin د خپګان د ضدو درملو ایسکیټالوپرم په پرتله خورا مؤثره و.

د مغزو د عکس اخیستني وروسته مطالعاتو ښودلې چې دا درمل په دماغ کې راکړه ورکړه زیاتولو کې مرسته کوي. داسې انګیرل کیږي چې دا مواد د خپګان لرونکو کسانو زاړه احساسات په نوي رڼا کې پروسس کوي او دوې سره دا مرسته کوي چې مغز د خپګان کمولو له پاره چمتو کړې.

فونسیکا د خپګان په درملنه کې د غیر فارماسولوژیکي درملنې په اغیزمنتوب هم ټینګار وکړ.

فونسیکا وویل: "زه فکر کوم چې موږ باید د ذهنیت ، منلو او فشار کمولو مهارتونو سره د خپګان مخنیوي باندې کار وکړو." هغه دا چې پدې کې رواني درملنه هم شامله ده، داسې چې خلک باید دا زده کړې چې د فشار او خپګان کنټرول  څنګه وکړې."

فونسیکا وویل، خلک وخت لري چې د خپګان محرکونه ومومي. دوی کولی شي د خپلې ناروغۍ په اړه زده کړي او د دې پر ځای چې ځان بې چاره او بې وزله فکر وکړې دوی باید د ژوند د ستونزمن پیښو سره د مقابلې توان ولري.